د لاس رسي وړ اتصالات

 
د امریکا د استازو جرګې ملي بودیجه منظور کړه

د امریکا د استازو جرګې ملي بودیجه منظور کړه


د متحده ایالاتو د استازو جرګې رئیس مایک جانسن
د متحده ایالاتو د استازو جرګې رئیس مایک جانسن

د متحده ایالاتو د استازو جرګې سه شنبې، فبروري ۲۵ (کب اوومه) د ملي بودیجې لایحه منظور کړه چې د مالیاتو او لګښتونو د کمولو لپاره د جمهوري غوښتونکو له هغو هڅو سره مرسته کوي چې دیموکراتان یې "بې پروايي" بولي.

د استازو جرګې رئیس مایک جانسن خبریالانو ته وویل: "موږ ته ډیر سخت کار پاتې دی. خو موږ به امریکا ته د لومړیتوب ورکولو اجنډا پلې کړو. موږ به نیمګړې نه بلکې په بشپړ ډول عملي کړي، او دا د دې بهیر لومړی ګام دی."

جانسن او د جرګې نورو جمهوري غوښتونکو مشرانو په یو بیان کې وویل چې د دوی هدف داسې یو قانون دی چې "زموږ سرحدونه خوندي کوي، د کورنیو او مستخدمینو لپاره مالیه ټیټه ساتي، د امریکا د انرژۍ حاکمیت دوباره رامنځته کوي، په نړۍ کې د امریکا دریځ پیاوړی کوي، او د ټولو امریکایانو لپاره د حکومت کار ډیر اغیزمن کوي."

د استازو جرګې د دیموکراتانو مشر حکیم جیفریس وویل جمهوري غوښتونکي د متقاعدینو د معاشاتو، له بې وزلو کورنیو سره د مرستې او د ټیټ عاید لرونکو امریکایانو لپاره د روغتیايي بیمې په څېر د پروګرامونو د "کمولو او سوځولو" پلان پر مخ وړي.

جیفریس خبریالانو ته وویل: "د جمهوري غوښتونکو بې پروا بودیجه د بډایه او واسطه لرونکو خلکو لپاره تر ۴.۵ ټریلیون ډالرو پورې مالیه کموي او په کارګرې طبقې او متوسط عاید لرونکو او عامو امریکایانو باندې مالي فشار زیاتوي."

د استازو په جرګه کې بودیجه د ۲۱۵ په مقابل کې په ۲۱۷ مثبتو رایو تصویب شوه. د رایې ورکولو دمخه، د جرګې ځینې جمهوري غوښتونکي غړي د لګښتونو د اندازې په اړه اندیښمن وو، دا چې څنګه او کله په ۲۰۱۷ کې وړاندې شوې د مالیاتو د کمولو موده تمدید شي، او د متحده ایالاتو د بودیجې کسر څنګه په داسې شکل کم کړي چې د خلکو د خوندیتوب د هغو عمده پروګرامونو کمولو ته اړتیا پېښه نشي چې امریکایي رایه ورکوونکو ته یې ګټه رسیږي. د مشرانو د جرګې مشرتابه په یوه جلا لایحه کې د مالیاتو کمولو وړاندیز کړی چې ټاکل شوې د منظورۍ لپاره د دې کال په وروستیو کې وړاندې شي.

جانسن وویل: "موږ نه یوازې د امریکایي مالیه ورکونکو د پیسو د سپمولو او ددغو پیسو په ځای لګولو لپاره کار کوو، چې موږ یې اخلاقي مکلفیت ګڼو، خو موږ دا اخلاقي مکلفیت هم لرو چې [د امریکا] پورونه کم کړو."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قانون جوړوونکو څخه وغوښتل چې داسې یو قانون تصویب کړي چې په کورنیو چارو کې د هغه د تګلارې د پلي کولو سره مرسته وکړي.

ټرمپ د استازو جرګې د بودیجې له نسخې څخه ملاتړ څرګند کړی دی. د سنا مجلس د جمعې په ورځ د بودیجې هغه نسخه تصویب کړه چې له مخې یې پوځ ته ۱۵۰ میلیارد ډالر او د سرحدونو امنیت ته ۱۷۵ میلیارد ډالر ځانګړي شوي. په دغه نسخه کې د بې وزله کورنیو لپاره د روغتیايي بیمې (مډیکېډ) د کمولو جنجالي موضوع نده یاده شوې.

د جمهوري غوښتونکو استازي ټوني ګونزالیز د اوو جمهوري غوښتونکو استازو د هغه ډلې مشري کوي چې بې وزلو کورنیو ته د روغتیا بیمې او خواړو د تمویل په څېر د ټولنیز خوندیتوب د پروګرامونو د احتمالي کمولو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړي.

د استازو دغې ډلې تېره اونۍ د جرګې رئیس ته په یو لیک کې وویل: "د مډیکېډ کمول به جدي پایلې ولري، په ځانګړې توګه په کلیوالي او هسپانوي ټولنو کې چیرې چې روغتونونه او د لوړ عمر لرونکو د پالنې مرکزونه لا له وړاندې د خپلو دروازو د خلاص ساتلو لپاره مبارزه کوي."

ټرمپ تېره اونۍ ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "د استازو جرکه او سنا په همغږي او نه ماتېدونکې توګه ډیر غوره کار کوي. خو د لینزي ګراهم لخوا د وړاندې شوې لایحې برعکس چې ورباندې خبرې کیږي، د استازو جرګې لایحه امریکا ته د لومړیتوب ورکولو لپاره زما تګلاره څه ناڅه نه بلکې په بشپړ ډول عملي کوي."

د استازو جرګې او سنا د دوو جلا نسخو له یو ځای کولو څخه قانون جوړیږي. که دواړه جرګې د مارچ تر ۱۴مې په دې اړه نتیجې ته ونه رسیږي، کیدای شي د بودیجې د نشتوالي له کبله فدرالي حکومت په موقته توګه وتړل شي.

خو د سنا د اکثریت مشر جان تون د یوې موقتي بودیجې د منظورۍ احتمال ندی رد کړی چې له مخې به یې دواړه جرګې یوې پرېکړې ته رسېدو لپاره اضافي وخت ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG