د لاس رسي وړ اتصالات

انګلستان کې د روغتون ډاکټرانو کاربندیز پیل کړی


د انګلستان په روغتونونو کې ټیټ رتبه ډاکټرانو د ۷۲ ساعتونو لپاره د کار نه کولو اعتصاب پیل کړی.
د انګلستان په روغتونونو کې ټیټ رتبه ډاکټرانو د ۷۲ ساعتونو لپاره د کار نه کولو اعتصاب پیل کړی.

په انګلستان کې د روغتون ډاکټرانو په سیمه ایز وخت چارشنبې جون ۱۴ (غبرګولي۲۴) د تنخواګانو ډیروالی غوښتی او د ۷۲ ساعتونو لپاره یې د نه کار کولو اعتصاب پیل کړی.

د روغتیایي چارو مسؤلینو خبرداری ورکړی چې د ډاکټرانو دا کړنه د ناروغانو په خدماتو ډیر اغیز لري.
اعتراض کوونکي ټیټ رتبه ډاکټران دي چې د چارشنبې څخه نیولې تر راتلونکې شنبې جون ۱۷ مې نیټې پورې به کار نکوي.

د برتانیې د طبي اتحادیې د ټیټ رتبه ډاکټرانو کمیټې ویلي چې په تیرو ۱۵ کالونو کې د روغتیایي چارو د کار کوونکو تنخواګانې ۲۶ په سلو کې کمې شوي او کومې تنخواګانې چې هغوي ته ورکول کیږي، نشي کولی چې په اوس وخت کې پرې خپلې اړتیاوې پوره کاندي.

دغو ډاکټرانو د حکومت څخه غوښتي چې تنخواګانې بیرته هغومره کړي څومره چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کالونو کې وې خو حکومت وایي پدې کار سره به په اوسط ډول د ټولو روغتیایي مامورینو تنخواګانې ۳۵ په سلو کې لوړې شي او دا کار د حکومت لپاره ډیر ګران تمامیږي.

دا د انګلستان د ملي روغتیایي خدماتو په برخې کې چې بودجه یې حکومت ورکوي، تازه اعتراض دی او تر دې وړاندې نرسانو او د روغتیایي چارو نورو مامورینو هم د حکومت څخه د تنخواګانو ډیروالی غوښتی.

د برتانیې طبي اتحادیې خبرداری ورکړی که حکومت پخپل وړاندیز چې پنځه په سلو کې د تنخواګانو د ډیروالی وړاندیز یې کړی، ودریږي دوي به په راتلونکو میاشتو کې نور دا ډول اعتراضونه هم وکړي. دې اتحادیې د حکومت سره د خبرو چمتوالی هم ښودلی.

د اعتراض د پیل کیدو څخه وړاندې د انګلستان د ملي طبي خدماتو مشر سټیفن پویس خبرداری ورکړی و چې د ډاکټرانو د کاربندیز له کبله ښایي ډیری ورځني او له مخکه پلان شوي خدمات اغیزمن شي.

د همدې کال د اپریل په میاشت کې هم دا ډول اعتراض شوی و چې له کبله یې په روغتونو کې ۱۹۶ زره عملیات او د ډاکټرانو سره د لیدنې وختونه لغوه او له سره ورته مهال ویش وټاکل شو.

دې جګپوړي روغتیايي چارواکي همدارنګه ویلي و که ډاکټران کاربندیز وکړي، په روغتونو او روغتیایي مرکزونو کې به لومړیتوب عاجلو مریضانو او هغوي ته ورکړل شي چې اشد ضرورت ولري.

په عین حال کې د برتانیې د روغتیا وزیر سټیف بارسلي د ډاکټرانو کار بندیز "بې حده خواشیونکی" بللی او ویلي دي چې دا کار مریضان او هغوي چې روغتیایي خدماتو ته په انتظار دي، په خطر کې اچوي.

ښاغلي بارسلي همدرانګه د ډاکټرانو کاربندیز "ګډوډۍ اچوونکی او زیان رسوونکی" یاد کړی او دا یې هم ویلی که "د برتانیې طبي اتحادیه دا اعتراضونه لغوه کړي او اراده وښیي چې د خپل دریځ څخه د پام وړ توګه په شا کیږي، مونږ کولی شي چې د هغوي سره مخفي خبرې پيل کړو او د حل یوه لار پیدا کړو".

خو په سکاټلنډ کې ټیټ رتبه ډاکټرانو د حکومت هغه وړاندیز رد کړ چې ویلي و په راتلونکو دوو کالونو کې به تنخواګانې ۱۴.۵ په سلو کې لوړې کړي.

د برتانیې طبي اتحادیې ویلي چې په سکاټلنډ کې به د هغوي غړي د راتلونکې جولای میاشتې د ۱۲ مې څخه تر ۱۵ مې نیټې پورې کاربندیز وکړي.



XS
SM
MD
LG