تورخم پولې ته څيرمه د لنډي کوتل ځوانانو په سيمه کې نشه يي توکو د مخنيوي او د سولې د ټينګښت لپاره د لنډي کوتل څخه تر تاريخي خيبر دروازې پورې تر ديرش کلومتره مراټن ځغاسته وکړه، چې موخه يي په سيمه کې خلکو ته د نشې څخه د پاکې او روغې ټولنې جوړولو په اړه پوهاوې ورکول دي. د دغه ځغاستې په اړه نور جزييات د امريکا غږ د خبريال شاهين افريدي په راپور کې.