یو وسله وال جمعه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) د متحده ایالاتو جنوبي ایالت مسیسیپي کې په ډزو کې لږ تر لږه ۶ تنه وژلي دي.
د سیمه ایزو مطبوعاتو د معلوماتو له مخې، پولیسو ویلي چې دې وسله وال لومړی په یوې مغازې کې یو تن وواژه، وروسته یو کور ته ولاړ او هلته یې یوه میرمن ووژله.
د سي ان ان تلویزیوني شبکې ویلي چې وژل شوې میرمن د مشکوک قاتل طلاقه شوې میرمن وه.
د تلویزیون په راپور کې راغلي چې پولیسو وروسته د مشکوک قاتل موټر تعقیب کړ او معلومه شوه چې د پیښې ځای سره نږدې یې دوه نور کسان هم وژلي.
په سیمه کې د پولیسو مشر براډ لینس د سي ان ان تلویزیون ته ویلي چې پنځم او شپږم تن چې وسله وال وژلي، یوه یې میرمن او بل یې سړی و او داسې ښکاري چې د قاتل خپلوان به وي.
پولیسو وروسته برید کوونکي چې کوښښ یې کاوه، د سیمې څخه وتښتي ژوندی نیولی.
پولیسو ویلي چې مشکوک برید کوونکی ۵۲ کلن دی او رچارډ ډیل کرم نومیږي.
د مسیسیپي والي ټیټ ریوز ویلي چې د پیښې په هکله ورته معلومات ورکړل شوي او ګمان دا دی چې برید کوونکي دا کار یوازې کړی. والي همدرانګه د خلکو نه غوښتي چې په پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو لپاره دعا وکړي.
د دې برید څخه یوازې څو ورځې وړاندې هم د مشیګن ایالت په یو پوهنتون کې په ډزو کې لږ تر لږه درې تنه ووژل شول.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا د وسلو د کنټرول غوښتنه کړې.
جو بایډن د برید څخه وروسته په اعلامیې کې ویلي، "د دې کال ۴۸ ورځې تیرې شوې او زمونږ په هیواد کې د ډله ایزو ډزو ۷۳ پیښې شوي. دعاوې او خواخوږي کافي ندي. کانګرس باید د وسله وال تشدد پر ضد اوس عمل وکړي".
ولسمشر جوبایډن تازه یو ځل بیا په ګانګرس غږ کړی دی چې د وسلو په مرسته د خشونت په مخنیوي کې اقدام وکړي.
ده مخکې هم ویلي وو چې کانګرس باید د تهاجمي وسلو د بندیز لایحه ژر تر ژره تصویب او د توشیح لپاره دې یې هغه ته واستوي.