جافري هینټن، چې د مصنوعي ځېرکتیا پلار بلل کېږي، د چهارشنبې په ورځ جون ۲۸ (سرطان اوومه) حکومتونو ته خبرداری ورکړ چې ماشینونه پرېنږدي د ټولنو کنترول په لاس کې واخلي.
نوموړي د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د تکنالوژۍ د برخې د شاوخوا ۳۰ بنسټګرو، کاروباریانو، پانګوالو او نورو په یوې غونډې کې دا خبرداری ورکړ. په دوی کې یې اکثریت په مصنوعي ځېرکتیا کې په پانګونې کې دلچسپي لري، خو د خطرونو په اړه یې ډېر نه دي زده کړي.
نوموړي وویل: «مخکې تر دې چې مصنوعي ځېرکتیا تر موږ ډېر ځېرک شي، هغه خلک چې ورته انکشاف ورکوي باید وهڅول شي، چې په دې برخې کې ډېر کار وکړي چې مصنوعي ځېرکتیا به څنګه له انسانانو څخه د کنترول د اېستلو هڅه کوي.»
نوموړي وویل هغه خلک، چې مصنوعي پراختیا هڅوي ډېر دي او هغوی چې کنترولوي یې، کم دي. هینتن وویل چې باید په دوی کې توازن وساتل شي.
نوموړي وویل چې باید د منصوعي ځېرکتیا خطر جدي وګڼل شي خو منتقدین وايي چې هینتن د مصنوعي ځېرکتیا خطر ډېر لوی ښکاره کوي.
نوموړي همدغه راز دا خطرونه واقعي وګڼل او ویې ویل چې غیر واقعي خبرونه چې مصنوعي ځېرکتیا یې ایجادوي، باید یوه نښه ولري، چې خلک یې توپير وکړای شي.