د لاس رسي وړ اتصالات

له جرمني نه رد شوي افغان مهاجر کابل کې ځان وواژه


د کابل په هوایي ډگر کې راستانه شوي افغان مهاجر
د کابل په هوایي ډگر کې راستانه شوي افغان مهاجر

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي افغانستان ته د ۶۹ رد شويو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یوه یې په کابل کې ځان وژلی دی.

تیره اونۍ ۶۹ افغان مهاجر چې پناه غوښتنې یې رد شوې وې، په ډله ییزه توګه افغانستان ته واستول شول.

جرمني چارواکو د افغان چارواکو له قوله ویلي چې افغانستان ته د لیږل شویو افغان پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو تن په کابل کې په هیو هوټل کې ځان وژلی دی. ددغه ۲۳ کلن افغان پناه غوښتونکي هویت ندی څرگند شوی، خو ویل کیږي چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسیدونکی و.

یوې سرچینې ویلي چې دغه کس د کابل په سپین زر هوټل کې اوسیدو او هغه مهال په کوټه کې مړ وموندل شو چې لا زوړند وو. د مهاجرینو نړیوال سازمان په افغانستان کې هغو مهاجرو ته چې د اوسیدو ځای نه لري د کابل په سپین زر هوټل کې د دوو اونیو لپاره د اوسیدو ځای برابروي.

دغه افغان چې ځان یې وژلی دی، له تیرو اتو کلنو راهیسې په جرمني کې اوسیده، خو پناه غوښتنه یې رد شوې وه.

د جولای په ۴ نیټه ۶۹ افغان پناه غوښتونکي په داسې وخت کې افغانستان ته ولیږل شول چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر له ۶۹ کالیزې سره یې سمون درلود.

که څه هم د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر افغانستان ته د وروستیو ۶۹ پناه غوښتونکو له لیږلو څخه هرکلی کړی، خو ویلي چې ددغو افغانانو لیږل دده له کالیزې سره هیڅ تړاو نه لري.

د سې شنبې په ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزیر د مهاجرینو د ماستر پلان د اعلان پرمهال وویل زما د ۶۹ کالیزې په ورځ په تصادفي توګه ۶۹ افغان رد شوي پناه غوښتونکي افغانستان ته لیږل شوي دي.

په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو پرسر د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ترمنځ هم جنجالونه پیدا شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر چې په ورته وخت کې د سوسیال مسیحي ګوند مشر هم دی هیله لري چې د مهاجرینو ماستر پلان په وړاندې کولو سره پر مهاجرینو شرایط لا نور هم سخت شي.

ښاغلی زیهوفر د مهاجرینو د قانون د سختولو ترڅنګ په دې وورستیو کې آن د جرمني د ایتلافي حکومت د پاشلو تر کچې پورې له خپلو سیاسي مخالفینو سره لانجه وکړه.

بل پلو په جرمني کې د مهاجرینو د ملاتړ یو شمیر ادارو افغانستان ته د وروستیو لیږل شویو افغانانو پر وړانډې سخت غبرګون ښودلی دی.

دغه ادارې وايي وروسته له هغې چې په کابل کې د جرمني سفارت ته څیرمه درنه چاودنه وشوه، ټاکل شوې وه چې مجرم، رد شوي او خطرناکه پناه غوښتونکي به لیږل، خو په ۶۹ لیږل شویو افغان پناه غوښتونکو کې داسې کسان هم شامل دي چې په ښه توګه په جرمني کې مدغم شوي وو.

افغانستان ته د جولای په ۴ نیټه په داسې وخت کې ۶۹ افغان پناه غوښتونکي لیږل شوي چې سږکال نږدې ۲۲۰۰۰۰ کسانو جرمني ته پناه وړې ده.

له سوریې او عراق څخه وورسته افغانان په دریمه کټه ګورۍ کې دي چې اورپا په تیره جرمني ته پناه وړي، افغانستان کې ناامني، سیاسي او ټولنیزې ستونزې هغه څه دي چې افغانان یې اړ کړي ترڅو خپل هیواد پریږدي.

XS
SM
MD
LG