د لاس رسي وړ اتصالات

 
جرمني دوه افغانان د "سویډن په پارلمان باندې د برید د طرحې" په تور زنداني کړي

جرمني دوه افغانان د "سویډن په پارلمان باندې د برید د طرحې" په تور زنداني کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د جرمني مقاماتو ویلي، دوه تنه افغانان چې ګومان کېږي له اسلامي دولت ډلې سره تړاو لري، په سویډن کې د قرآن د سوځولو په غچ کې د هغه هیواد پر پارلمان باندې د برید د طرحې په تور په جرمني کې په بند محکوم شوي دي.

د جرمني د تورینګیا ایالت محکمې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د "ابراهیم" او "رامین" په نوم دغو دوو کسانو هڅه وکړه چې دغه پلان عملي کړي، خو دوی ونه توانېدل چې د دې پلي کولو لپاره وسلې واخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان د قرآن د نسخو د سوځولو په غبرګون کې د سویډن د پارلمان د غړو د وژلو په دسیسه کې مجرم وپېژندل شول.

د محکمې د بیان له مخې، دغو دوو کسانو له داعش ډلې سره "خواخوږي" درلوده او د دغې ډلې له تاوتریخوالي ډک چلند یې تائید کړی و. محکمي ویلي چې ابراهیم په ۲۰۲۳ کال کې د داعش-خراسان څانګې غړیتوب ترلاسه کړی و.

ابراهیم چې ۳۰ کلن دی په پنځه نیم کاله بند او ۲۴ کلن رامین په څلور کاله او دوه میاشتو بند محکوم شوی دي. د محکمې د اسنادو له مخې، ابراهیم او رامین په ترتیب سره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته تللي وو.

دغو دوو افغانانو د سویډن پر پارلمان د برید په نیت د سویډن د پلازمینې ستاکهولم په ښار کې د ځانګړو ځایونو لټون کړی و. دغو دواړو همداشان لټون کړی و چې څنګه سویډن ته سفر وکړي او څنګه په هغه هیواد کې وسلې ترلاسه کړي.

د تورینګیا ایالت محکمې ویلي چې ابراهیم او رامین همداشان د چک جمهوریت ته سفر کړی و چې د هغه هیواد په توربازار کې وسلې واخلي خو پدې کار بریالي شوي نه وو.

ذغه دوه افغانان د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د جرمني په ختیځ ګیره سیمه کې نیول شوي دي وو او بیا دواړه د جرم د ترسره کولو د دسیسې په تور مجرم وګڼل شول.
ابراهیم همداشان په یو ترهګریز سازمان کې د غړیتوب او رامین د یو تروریستي سازمان څخه د ملاتړ په تور مجرم پېژندل شوي دي. جرمني مقاماتو ویلي چې ابراهیم د سوریې په الحول کمپ کې د داعش د یو بهرني جنګیالي له مېرمنې او ماشومانو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ یورو هم لېږلي دي.

په دې وروستیو کلونو کې سخت دریځو مسلمانو په جرمني کې څو بریدونه کړي چې تر ټولو مرګونې یې په برلین کې د کرسمس په بازار کې د موټر برید و. په دغه برید کې چې د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې شوی و، ۱۲ کسان وژل شوي وو.

د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د جرمني څانوالانو دوه سوريايي وروڼه په سویډن کې د قرآن د سوځولو په غچ کې پر یوې کلیسا د برید په پلانولو تورن کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG