د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو ومنله چې د دوستم الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د تیرو دریو میاشتو راهیسې په ترکیه کې دیره دی
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د تیرو دریو میاشتو راهیسې په ترکیه کې دیره دی

په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ ځواکونه مني چې هغې الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر کې د کېناستلو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم په کې و.

د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند بیل سالوین امریکا غږ اشنا ته وویل چې له دغې پېښې وروسته هغوی ته تیلیفونونه وشول او په دې برخه کې ترې د مرستې غوښتنه وشوه. خو وايي چې هغوی قضیه وڅېړله او معلومه شوه چې دا د افغانستان داخلي مسئله ده او بهرنیو ځواکونو ته په کې د مداخلې ځای نشته.

ویاند سالوین تاید کړه چې په الوتکه کې جنرال دوستم هم ناست و چې د کېناستو اجازه ورکړل شوې نه ده، خو ویې نه ویل چې چا اجازه نه ده ورکړې او چا له ناټو څخه په دغې برخې کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د بلخ والي ته یوې نږدې سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته دا تائید کړې ده، چې جنرال عبدالرشید دوستم د سپرلۍ الوتکې د سه شنبې په شپه (جولاۍ۱۷) اته نیمې بجې له ترکیې څخه روانه شوې وه او ټاکل شوې وه چې لس نیمې بجې د مولانا جلال الدین بلخي هوایي ډګر کې کښیني، خو سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، جرمني سرتیرو ورته د ناستې اجازه ورنکړه.

دا سرچینه وايي دا الوتکه د ۱۵ دقیقو لپاره د هوايي ډګر په فضا ګرځیدله چې بیا وروسته د ترکمنستان د عشق اباد هوایي ډګر ته ستنه شوه.

خو د جنرال دوستم دفتر په یو بیان کې دا رپوټونه او ادعاوې بې‌ بنسټه او درواغ بللي دي. اعلامیه وايي "د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال لا هم د ترکیې په جمهوریت کې د انقرې په ښار کې دی او تر راتلوونکو څو ورځو یې وطن ته د ستنیدلو پریکړه نه ده کړې".

د ملي اسلامي جنبش د ویاند بشیر احمد ته ینج څخه مو د دغو رپوټونو د سپیناوي په اړه وپوښتل، خو هغه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دی د لومړي مرستیال د دفتر له خوا په دې اړه د خپرې شوې اعلامیې څخه زیات د ویلو لپاره څه نلري.

اعلامیه وايي چې جنرال دوستم به په افغانستان کې د دریو ګوندونو د نوي ائتلاف د اعلان په غونډه کې ګډون کوي. په دغه بیان کې د دغې غونډې د نیټې په هکله څه نه دي ویل شوي.

په اعلامیه کېد جنرال دوستم د راتګ وخت هم نه دی ښودل شوی. خو وايي هرکله چې جنرال دوستم وطن ته راستنیږي د خپل سفر په اړه د افغانستان د ملکي هوانوردۍ اداره او خپل دفتر ته خبر ورکوي.

د بلخ د والي د دفتر ویاند منیر احمد فرهاد هم دا ډول خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي.

ښاغلي فرهاد وویل "ټاکل شوې وه چې الوتکه د شپې په نهو بجو د مولانا جلال الدین بلخي په هوایي ډګر کې ناسته وکړي، جنرال دوستم په کې نه وو، په الوتکه کې د بلخ د والي یو شمیر میلمانه چې د مولانا د کور د جوړولو د پروژې د تطبیق لپاره له ترکیې څخه بلخ ته راتلل د تخنیکي ستونزو له امله الوتکې ناسته ونه کړه او بیرته یې د ترکمنستان پایتخت عشق اباد کې ناسته وکړه".

داسې رپوټونه هم وو، چې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ځوانانو څانګې د دوشنبې له ماسپښین را په دې خوا په مزارشریف ښار کې د جنرال دوستم د هرکلي لپاره چمتووالی نیولی وو.

افغان حکومت وایي، په دې اړه یې پلټنې پیل کړي، چې پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.

XS
SM
MD
LG