د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو په غزې باندې هوايي بریدونه زیات کړي


د اسرائیل جنگي الوتکو د چهارشنبې په ورځ (نومبر۱۳) په غزې کې د اسلامي جهادي ډلې څو ځایونه په نښه کړل.

دغه راز د اسلامي جهاد وسله والې ډلی بیا په دویمه ورځ هم په اسرایلو توغندي وار کړي.

دا په دې وروستیو کې هلته د جنگ د بیا زیاتیدو نښې نښانې دي چې د ختمېدو کوم څرک یې نه لګي.

تراوسه ٢٦ فلسطنیان وژل شوي چې یو اوه کلن هلک او دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

د ملگرو ملتونو د منځني خیتځ استازي،نیکولې ملادینوف، قاهرې ته تللی او د مصر استازو سره لیدلي چې د اوربند یو لاره برابره کړي، خو تراوسه کوم پرمختگ نه دی شوی.

هغه وویل "زه د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې او اسرایلو ترمنځ روانې شخړې په اړه سخت اندیښمن یم، د ملگرو ملتونه اداره لگیا ده چې وضعیت آرام کړي."

د غه جنگ د سه شنبې په ورځ هغه مهال شروع شو کله چې اسرایلو د اسلامي جهاد د وسله والې ډلی یو مهم قومندان او د هغه میرمن دهغوی په کور کې په یو هوایي برید کې ووژل.

اسرایلي چارواکو ویلې چې باها ابوالعطا په اسرایلو څو ځله راکټي بریدونه کړي او پلان یې درلود چې زیات شمیر وسله وال د سرحد د لارې اسرائیل ته واړوي.

ویل کیږي چې ایران د دغې ډلې ننګه کوي. دغې ډلې د اسرایلو د دغه برید په ځواب کې لسگونه راکټونه په اسرایلو توغولي دي او ځینې راکټونه تر تل ابیب پورې هم رسیدلي.

XS
SM
MD
LG