د لاس رسي وړ اتصالات

 
فرانسه: هغه هېوادونه چې اخراج شوي کډوال نه مني باید د ویزو د محدودیت سره مخ شي

فرانسه: هغه هېوادونه چې اخراج شوي کډوال نه مني باید د ویزو د محدودیت سره مخ شي


د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شکمن بریدګر د الجزایر تبعه دی او څو ځله یې خپل هیواد ته د سپارلو کوښښ کړی و خو د الجزایر چارواکو یې له اخیستو انکار کړی و. عکس - ارشیف
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شکمن بریدګر د الجزایر تبعه دی او څو ځله یې خپل هیواد ته د سپارلو کوښښ کړی و خو د الجزایر چارواکو یې له اخیستو انکار کړی و. عکس - ارشیف

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۶ (کب اتمه) وویل،‌ له ټولو اروپايي هېوادونو غواړي چې د هغو هېوادونو اتباعو ته د ویزې په ورکولو محدودیتونه ولګوي، چې د پاریس له لوري ایستل شوي ناقانونه کډوال بیرته نه مني.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د فرانسې په ختیځ ښار مولهوس کې یو الجزایري‌الاصل کس د چاقو په برید کې یو تن وواژه او څو نور یې ټپیان کړل. د فرانسې ولسمشر، امانویل مکرون، دغه برید "اسلام‌پاله ترهګریز عمل" وباله.

څارنوالانو د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې مشکوک بریدګر ۳۷ کلن دی چې له برید څخه وروسته پولیسو نیولی او د ترهګرۍ د مخنیوي د څار په ځانګړې لیست کې یې هم نوم ثبت شوی و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې شکمن بریدګر د الجزایر تبعه دی او څو ځله یې خپل هیواد ته د سپارلو کوښښ کړی و خو د الجزایر چارواکو یې له اخیستو انکار کړی و.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د فرانس ۲ تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: "که کوم هېواد له فرانسوي چارواکو سره همکاري ونه کړي، زه به وړاندیز وکړم چې ټول اروپایي هېوادونه په یو وخت کې د دغه هېواد پر اتباعو د ویزې محدودیت ولګوي. "

نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه، کله چې دا کار یوازې په ملي کچه ترسره کړو، مطلوبه پایله نه ورکوي. "

هغه ټینګار وکړ، که بهرني حکومتونه پدې برخه کې همکاري وکړي، نو اروپایي ټولنه کولی شي دغو هېوادونو ته د تعرفې د کمولو اسانتیاوې په پام کې ونیسي. نوموړي دا یو" اغیزمن ‌وړاندیز " وباله.

په ورته وخت کې د فرانسې حکومت هڅه کوي د کډوالۍ پالیسي او د سرحداتو کنټرول لا پسې سخته کړي چې دغه اقدام، ښي اړخ ته د دغه هېواد د تمایل ښکارندویي کوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "که غواړو چې د کډوالۍ تګلاره مو تر ډېره برید اغېزمنه وي، نو اړینه ده چې دا کار د اروپا په کچه ترسره شي. "

همدارنګه ټاکل شوې وه چې د فرانسې صدراعظم، فرانسوا بایرو، د چهارشنبې په ورځ د کډوالو د کنټرول په اړه د یوې غونډه مشري وکړي. هغه د کډوالۍ او د فرانسوي هویت د تعریف په اړه د ملي بحث غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې فرانسې ته په بسیار‌ي توګه کډوال داخلېږي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG