د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: افراطي ‌اسلامپالنه زمونږ دښمن دی 


د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس د نیس په ښار کې په چاقو د درې وژل شویو کسانو سره د غمرازۍ په توګه ویلي چې افراطياسلامپالنه د فرانسې دښمنه ده.

هغه نن د نومبر ۷ (لړم ۱۷) وویل چې مونږ دښمن پيژنو، نه یواځې چې پيژندلی مو دی بلکې نوم هم لري، نوم یې افراطي اسلامپالنه ده.

ښاغلي کاستکس زیاته کړه چې افراطي اسلامپالنه هغه سیاسي لید او فکر دی چې د اسلام ټول احکام له تحریف اوګډوډۍ سره مخکوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د نیس په ښار کې د حملې په غبرګون کې وروسته له هغې د ټینګو امنیتي‌تدابیر غوښتنه وکړه چېګمان کیږي دغه برید د یو داسې کس له لورې شوی وي چې فرانسې ته تازه مهاجر شوی و.

فرانسې تر دې وړاندې هم له خپلو نورو اروپایي ګاونډیو سره پر پولو د خپلو سرتیرو شمیر دوه چنده ډیر کړی و.

فرانسې له تونس او الجزایر څخه هم غوښتي چې هغه کسان خپل هیواد ته ومني چې په فرانسې کې په تروریستي جرمونو کې نیول شويدي.

دغه دواړه هیوادونه یو وخت د فرانسې مستعمرې وې.

دوه اونۍ وړاندې یو چیچنیایي‌ کډوال په ښوونځي کې یو فرانسوي ښوونکی وروسته له هغه وژلی و چې ښوونکي په ټولګي د اسلام دپیغمبر پورې منصوب کارټون د بیان د ازادۍ په توګه ښودلی و.

د پيښې وروسته د فرانسې ولسمشر اسلام په اړه ځینې خبرې کړې وې چې په ټوله نړۍ کې یې د خلکو غبرګونونه وپارول.

د ځینو اسلامي هیوادونو مشرانو هم په مکرون انتقاد کړی او په ځینو هیوادونو کې د فرانسې خلاف لاریونونه هم شوي‌دي. قطر او ځینوهیوادونو بیا له خپلو مغازو او دوکانونو څخه فرانسوي محصولات هم لرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG