د لاس رسي وړ اتصالات

 
پکتیا کې ماین چاودنې څلور پاڅونوال او یو ملکي وګړی وژلي

پکتیا کې ماین چاودنې څلور پاڅونوال او یو ملکي وګړی وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

ځايي حکومتي چارواکي وايي چې د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ولسي پاڅونوال او يو ملکي وګړی وژلي دي.

د ډنډ پټان ولسوال عيد محمد احمدزي امريکاغږ ته وويل چې دغه چاودنه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د يادې ولسوالۍ د نري کوتل په سيمه کې د پاڅونوالو پر اکمالاتي رېنجر موټر شوې ده.

نوموړي وويل چې څلور واړه پاڅونوال په رېنجر موټر کې سپاره وو او ملکي وګړی پلی روان و چې د چاودنې په نتيجه کې ووژل شول.

د ولسوال عيدمحمد احمدزي په وينا دغه موټر په سيمه کې د ولسي پاڅونوالو امنيتي پوستو ته اکمالات کول چې له يادې پېښې سره مخ شوی دی.

تر اوسه د دې بمي چاودنې مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG