د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې پر ولسي پاڅونوالو وسله وال برید شوی


د ننګرهار ملي امنیت اداره وايي، تیره شپه د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په برید کې د محلي اردو دوه سرتیري وژل شوي دي.

یادې ادارې نن دوشنبه اګست ۱۱مه (زمري۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې برید د لشکر اسلام په نوم ډلې لخوا تر سره شوی دی: "تېره شپه د نازیانو په ولسوالۍ کې د محلي اردو پر پوسته برید کړی چې دوه بریدملان یې وژلي دي او وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."

خو یوې حکومتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تېره شپه دوه بجې د پچیراګام ګورو خېلو سیمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته برید کړی چې شپږ پاڅونوال او څلور وسله وال پکې وژل شوي دي.

سرچینه وايي چې بریدګرو د څو ساعتونو لپاره د پاڅونوالو پوسته هم نیولې وه او وروسته یې پوستې ته اور اچولی دی.

ګورو خېلو سیمه د پچیراګام ولسوالۍ تورې بوړې پورې تړلې یوه ساحه ده.

د سیمې یو اوسېدونکي محمد رفیق امریکا غږ ته وویل چې وسله والو دوه پاڅون کوونکي په پوسته کې دننه سوځولي دي.

تر اوسه طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG