د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په ډزو کې څلور تنه وژل شوي


برید کوونی په یوې مغازې کې پټ شوی و او ګمان کیږي چې پخپله یې ځان ویشتی او وژلی دی.
برید کوونی په یوې مغازې کې پټ شوی و او ګمان کیږي چې پخپله یې ځان ویشتی او وژلی دی.

د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت جکسنویل ښار یوې سیمې کې چې ډیری اوسیدونکي یې تور پوستي امریکایان دي، چارواکي وایي یو سپین پوستي امریکایي په یوې مغازې کې په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه درې تنه یې وژلي دي.

په سیمه کې پولیسو شنبه اګست ۲۶ (وږي۴) ویلي چې د برید انګیزه نژادي ده او برید کوونکي خپل ځان هم وژلی دی.

د سیمې د پولیسو مشر ټي کي واټرز د پیښې څخه وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې بریدګر "د تور پوستانو څخه کرکه درلوده" او زیاته یې کړه هیڅ داسې شواهد نشته چې ګواکې دې برید کوونکي د کوم غټې ډلې سره تړاو درلود.

د پولیسو دې مشر وویل برید کوونکي چې عمر یې د شلو کالونو په شاوخوا کې و پدې برید کې د AR-15 نیمه اتوماتیک ټوپک او ګلاک تمانچې څخه کار اخیستی.

دا پیښه د فلوریډا ایالت په سیمه ایز وخت د ماسپیښن په ۲ بجو د ډالر جنرال په مغازې کې یو پوهنتون سره نږدې شوي چې په تاریخې لحاظ ډیری زده کوونکي یې تور پوستي امریکایان دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې دا برید کوونکی د یوې بلې ولسوالۍ څخه د خلکو د وژلو لپاره ورغلی و او د برید څخه وړاندې یې په کمپیوټر کې یوه لیکنه هم کړې وه چې خپل پلار ته یې په پیغام کې د لیکنې د لوستلو په هکله خبر ورکړی و.

پولیس وایي د برید کوونکي پلار د پیغام لوستلو څخه وروسته د پولیسو عاجلې شمیرې ته زنګ وهلی و خو د زنګ وهلو څخه وړاندې برید کوونکي خپل ځان او درې تنه وژلي و.

په سیمې کې د WJXT یو تلویزیون ویلي چې په لومړي سر کې برید کوونکي د ډالر جنرال په نامه مغازې مخې سره په موټرو ډزې وکړلې او وروسته همدې مغازې ته ننوت او ځان یې پکې پټ کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG