د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی افغان سرتېری وايي امریکا کې یې راتلونکې ناڅرګنده ده


پخوانی افغان سرتیری عبدالواسع ساپی
پخوانی افغان سرتیری عبدالواسع ساپی

پخوانی افغان سرتیری عبدالواسع ساپی چې د طالبانو له ډاره پر غیرقانوني لارو امریکا ته راغلی، وايي له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی.

نوموړی له مکسیکو څخه امریکا ته د اوښتو پر مهال نیول شوی و او له څو میاشتو زندان تیرولو وروسته د جنوري په میاشت کې آزاد شو . له هغه راهیسې ساپی د ټکساس په هیوسټن کې له خپل ورور سره ژوند کوي.

ښاغلي ساپي وویل: "زه د خپل راتلونکي په اړه نه پوهیږم. زه نه پوهیږم چې د امریکا حکومت به زما سره څه کوي." هغه اوس د هغه ټپونو په درملنه بوخت دی، چې تیر کال د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته د راتګ پرمهال ور پیښ شوي دي.

د نورو ټپونو تر څنګ یې د اورېدلو حس زیانمن شوی دی. وايي: "ښي غوږ مې د اورېدلو حس تر پنځوس سلنې بایللی دی. زه لا ۲۷ کلن یم او کوڼ یم."

د ساپي ژوند له اندېښنو ډک دی؛ هغه په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې خو له بیرته ستنولو وېره لري ځکه چې د هغه قانوني استوګنه لا ناڅرګنده ده.

د امریکا د کډوالو د ټولنې غړې الیکس میلر د نوموړي ستونزو ته په اشاره وايي: "ستونزه دا ده چې د کډوالۍ سیستم د هیچا لپاره عادلانه نه دی. او افغانان هم د کډوالۍ له همدې ستونزمن سیستم سره مخ دي."

ډیری افغانان چې متحده ایالاتو ته د لاتینې امریکا له لاري راځي شکایت کوي چې د داسې یو وضعیت سره مخامخ کیږي. د کډوالو د حقونو فعالین د متحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې خپل ملګري یوازې پرې نږدي.

د عبدالواسع ساپي ورور، سمیع الله ساپی وايي: "زه هغه ته د ویلو یوازې همدومره لرم، چې صبر وکړي. خدای لوی دی."

XS
SM
MD
LG