د افغانستان د مخکني حکومت یو شمیر نظامیان چې د طالبانو تر راتګ وروسته یې هیواد پریښی، په بهرنیو هیوادونو کې د پنا اخیستو لپاره هلې ځلې کوي.
په همدې نظامیانو کې یو تن عبدالواسع صافی دی.
د عبدالواسع ورور، سمیع الله صافی وایي چې ورور یې د افغانستان په مخکني حکومت کې د استخباراتو افسر و او د ترهګرو په هکله یې امریکایي ځواکونو ته معلومات ورکول.
ښاغلی واسع د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروسته چې کابل د طالبانو لاس ته ورغی او جمهوري نظام ړنګ شو، د کابل څخه تر برازیل او بیا د مکسیکو د لارې متحده ایالاتو ته تللی.
واسع هیله درلوده چې د امریکا د پوځ سره د همکارۍ اړوند اسناد به یې د پنا په اخیستو کې مرسته وکړي، خو د سپټمبر په میاشت کې امریکا ته تر داخلیدو وروسته، د فدرالي کډوالۍ قانون څخه د سرغړاونې له کبله ونیول شو او لا هم په امریکا کې بندي دی.
هغه ویره لري چې ښایي په امریکا کې پنا اخیستو غوښتنه به یې هم رد شي.
د عبدالواسع ورور، سمیع الله صافی، مدافع وکیلان، امریکا کې نظامي سازمانانونه او په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو یوه ډله کوښښ کوي چې ښاغلی واسع خوشې شي.
ښاغلي سمیع الله پدې هکله وویل، "هغه (عبدالواسع صافي) خپل مناسب اسناد د امریکا په جنوبي سرحد کې وړاندې کړل. هیله یې دا وه چې د خدمت کولو له کبله به تود هرکلی ورته وویل شي، قدر به یې وشي او وبه ستایل شي".
ملګرو ملتونو ویلي چې په کابل کې د طالبانو تر راتګ وروسته د افغانستان د مخکني پوځ او حکومت څه باندې ۱۰۰ چارواکي وژل شوي او دا ویره هم شته که سمیع الله صافی بیرته افغانستان ته واستول شي، وبه وژل شي.
د واسع صافي یوې مدافع وکیلې جنیفر سیروانتیس پدې هکله وویل، "په حقیقت کې دا شرم دی چې مونږ د هغو کسانو سره دا ډول رویه کوو چې زمونږ د هیواد په خوندي ساتلو کې یې مرسته کړې".
واسع صافي امریکا ته خپل مزل د ۲۰۲۲ په اوړي کې پیل کړ. هغه لومړی د برازیل ویزه واخیسته خو هلته هم خوندي نه و ځکه چې جنایي ډلو کډوال وهل ډبول او لوټول.
صافي د کولمبیا او پناما تر منځ د اوږده سیند څخه د تیریدو پر وخت خپل اسناد په سر ایښي و چې لانده نشي او خوندي وي. په ګواتیمالا کې هم پولیسو هغه نیولی او ډبولی و خو ورور یې وایي واسع د پولیسو هر ډول وهل ډبول زغمل خو خپل اسناد یې خوندي ساتلي و.
د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې دموکراتې استازې شیلا جکسن لي تیره اوونۍ جمهور رئیس جو بایډن ته لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې واسع صافی دې د کډوالۍ په تورونو کې وبخښي.
د کانګرس دوو نورو جمهوري غوښتونکو غړيو ډان کرینشا او مایکل والټز او د پخوانيو پوځیانو څه باندې ۲۰ ډلو د واسع صافي خوشې کیدل غوښتي.
سپینې ماڼۍ د واسع صافي په هکله پوښتنې ته ځواب ندی ویلی او دا یې د عدلې وزارت او ګمرکاتو او سرحدي خوندیتوب د ادارو کار بللی.
د واسع مدافع وکیلان وایي وړاندې تر دې چې د هغه د پنا غوښتنې په عریضې غور وشي، لومړی باید جنایي قضیه حل شي او که چیرته د محکمې په پریکړې کې مجرم وبلل شي، ښایي د پنا اخیستو غوښتنه یې هم د خطر سره مخ شي.
نږدې ۷۶ زره افغانان چې په افغانستان کې یې د ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۲۱ پورې د امریکايي ځواکونو او حکومت سره د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی و، د طالبانو د راتګ څخه وروسته په نظامي الوتکو کې امریکا ته یوړل شول او د اکثریت دې کسانو د کډوال حالت څرګند ندی ځکه چې کانګرس د هغه قانون په منظوریدو کې پاتې راغی، چې ددې کسانو دایمي پاتې کیدو ته یې لار برابروله.