د افغانستان د مرکزي بانک د ګنګل شویو شتمنیو د پرېښودو په اړه امریکا او طالبانو له یو بل سره خپل وړاندیزونه شریک کړي دي. دریو سرچینو، چې په دغې قضیې خبر دي، د رویټرز اژانس ته دا معلومات ورکړي.
د راپور په اساس، سره له دې چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په اړه ځینې پرمختګونه شوي، خو لا هم مهم توپیرونه په خپل حال پاتې دي.
د شتمنیو د پرېښودو لپاره د امریکا د حکومت یوه غوښتنه دا ده چې باید د افغانستان د مرکزي بانک په مشرتابه کې بدلون راشي چې یوه سیاسي ګمارنه بلل کېږي او یو مقام یې لا هم د امریکا د بندیزونو په لست کې دی. خو راپور وايي چې طالبانو تر دې دمه دا وړاندیز رد کړی دی.
امریکا غواړي دا شتمني دې یو«اعتمادي صندوق» ته واستول شي. د طالبانو یو مقام چې نه غواړي نوم یې یاد شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې طالبانو د امریکا هغه وړاندیز رد کړی دی چې دا پېسې دې یو درېیمګړي ته واستول شي چې ویې ساتي او ویې وېشي.
سرچینو ویلي دي چې د امریکا حکومت د سویزرلنډ له حکومت او نورو ډلو سره په خبرو بوخت دی چې یو میکانیزم جوړ کړي چې «اعتمادي صندوق» به هم په کې شامل وي او د نړیوال بورډ په مرسته به دا پېسې وېشل کېږي.
امریکایي سرچېنې وویل چې احتمالي بدیل به د نړیوال بانک تر مدیریت لاندې «د افغانستان د بیا رغونې اعتمادي صندوق» وي، دا صندوق له افغانستان سره د بهرنیو مرستو لپاره جوړ شوی دی.
د اقتصادي چارو افغان-امریکايي پروفیسور شاه محرابي، چې د افغان مرکزي بانک په شورا کې هم دی، وویل چې تېره میاشت د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې خبرې وشوې او طالبانو امریکايي لوري ته په دې اړه خپل ځواب وسپاره خو په خبره یې لا «کومه موافقه نه ده شوې».
نوموړي وویل چې طالبان چمتو دي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري ګمارل کېدونکي قراردادي ته اجازه ورکړي چې د پېسو د سپينولو ضد معیارونو په اساس د افغانستان د مرکزي بانک چارې وڅاري او همدا راز څاروونکي هم کولای شي چې افغانستان ته ولاړ شي.
دی وايي طالب مقامات اندېښنه لري چې د امریکا وړاندیز به یو بل متوازي مرکزي بانک رامنځ ته کړي او له همدې کبله د بانک د یو لوړ پوړي مقام نور احمد اغا د نه لېرې کولو په ګډون د افغانستان د مرکزي بانک په مشرتابه کې له تغیر راوستلو سره مخالف دي. نور احمد اغا د امریکا د ترهګرۍ د بندیزونو په لست کې دی.
د رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا او د سویزرلنډ د بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه او د افغانستان مرکزي بانک یې پوښتنې ته ځواب ونه وایه.
ځينې کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو پرېښودل به وچکالیو، زلزلې او اقتصادي بحران ځپلي افغانستان سره مرسته وکړي، خو د دغه هېواد ټولې اقتصادي ستونزې نشي حل کولای.
کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته، په بهر کې د افغانستان شمتنۍ ګنګل شوې چې شاوخوا اووه میلیارد یې په امریکا کې دی.
ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې اعلان وکړ چې د ګنګل شویو شتمنیو ۳.۵ میلیارد یې د «افغانستان د خلکو د ګټې لپاره» دې پرېښودل شي او د پاتې نیمایي په اړه به یې محکمه پرېکړه کوي.
نړیواله ټولنه او په خاص ډوله د بشري حقونو سازمانونه طالبان تورنوي چې د محکمو له پرېکړو پرته خپل مخالفان وژني، بشري حقونو تر پښو لاندې کوي، د نجونو ښوونځیو یې تړليدي او ښځو ته په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.