د لاس رسي وړ اتصالات

د ارجنتاین او نړۍ د فوټبال مشهور ستوری مارادونا مړ شو


ډیګو ارماندو مارادونا، د ارجنتاین او نړۍ د فوټبال مشهور ستوری د زړه د حملې په وجه د ۶۰ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د ارجنتاین جمهور رئیس البرتو فرناندز، نن د چهارشمبې ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۵) د فوټبال ددغه ځلانده ستوري د مړینې د خبر له خپریدو څخه لږ وروسته په هیواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

مارادونا د نومبر د میاشتې په لومړیو کې د وینې د لخته کیدو په وجه د ماغزو د یو رګ د بندیدو په دلیل په بریالیتوب سره د جراحۍ عملیات وکړل او شاوخوا دوه اونۍ مخکې له روغتون نه رخصت شو.

ارجنتایني رسنیو د چهارشنبې د ورځې په سهار رپوټ ورکړ چې د مارادونا روغتیایي وضعیت خراب شوی او هغه په بونیس ایریس کې په خپل کور کې تر درملنې لاندې دی.

د فوټبال د نړۍ ددغه بیساري ستوري ژوند د زیات شمیر لوړو او ژورو سره مل و او د یو شمیر رپوټونو له مخې هغه د خپل عمر په وروستیو کلونو کې د الکولو د اعتیاد په وجه تر درملنې لاندې و.

د مارادونا د شهرت اوج د مکسیکو د ۱۹۸۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو سره جوخت و. په هغه کال کې مارادونا د ارجنتاین د ملي ټیم کیپتان و او د یوې تاریخي او تلپاتې سیالۍ پر ترسره کولو سره یې خپل هیواد ته د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ لقب وګاټه.

د ۱۹۸۶ کال د جام په وروستۍ لوبه کې ارجنتاین د جرمني په وړاندې لوبه وکړه مارادونا تاریخي ګولونه ووهل چې تر اوسه د فوټبال د مینه والو په یاد دي. ددغه جام په نیمه فاینل لوبه کې د بلجیم په وړاندې د مارادونا په زړه پورې لوبه تاریخي او تلپاتې ده.

ډیګو مارادونا د بارسولونا د ټیم او بیا د ایټالیا د ناپولي ټیم سره له یوځای کیدو دمخه د ارجنتاین په بوکا جونیرز ټیم کې لوبه کوله. کله چې هغه د ایټالیا ناپولي ټیم ته لوبه کوله دغه ټیم دوه ځلې د ایټالیا او د اروپا د جام اتلولي وګټله.

مارادونا په څلور نړیوالو جامونو او ۹۱ ملي لوبو کې په ګډون سره د ارجنتاین لپاره ۳۴ ګولونه ووهل.

د امریکا د متحده ایالاتو په ۱۹۹۴ نړیوال جام کې هم مارادونا د ارجنتاین د ملي ټیم د کیپتان په توګه لوبې وکړې، خو د افیدرین په نامه د ممنوعه توکیو د استعمال په وجه له ټیم نه وویستل شو او بیرته هیواد ته ستون شو.

مارادونا او پلې
مارادونا او پلې

د خپل مسلکي ژوند په لومړۍ نیمایي کې مارادونا د کوکائین د روږدیتوب سره لاس او ګریوان و او په ۱۹۹۱ کې د مخدره توکیو د استعمال د مثبتې ازموینې په وجه د ۱۵ میاشتو لپاره په سیالیو کې له ګډون منع شو.

مارادونا په ۱۹۹۷ کال او زیږد د ۳۷ کلیزې پر وخت یې د فوټبال سره مخه ښه وکړه او د حرفوي فوټبال نه یې استعفا اعلان کړه. بیا یې دوه ځلې د فوټبال د ښوونکي په توګه هڅه وکړه خو چندان بریالیتوب یې نه درلود.

په ۲۰۰۰ کال کې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د پیړۍ د لوبغاړي د ټاکلو لپاره نظرپوښتنه پیل کړه چې هغه وخت مارادونا د ۵۴ فیصده رایو په ګټلو سره د جدول په سر کې و او برازیلی مشهور ستوری پلې د ۱۸ فیصدو رایو په ترلاسه کولو سره دوهم و، خو فیفا دغه دواړه ستوري په ګډه د لومړي مقام ګټونکي اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG