د لاس رسي وړ اتصالات

د لویدیځ بندیزونه؛ یو شمیر بډایه روسان خپلې پانګې دوبۍ ته انتقالوي 


مالي او حقوقي منابع وایي بډایه روسان پدې هڅه کې دي چې د لویدیځ د پراخو بندیزونو د څپو په وړاندې د خپلو پانګو د ساتلو په خاطر د خپلو شتمنیو یوه برخه له اروپا څخه متحده عربي اماراتو ته ولیږدوي.

د خلیج مالي او سوداګریز مرګز دوبۍ د کلونو راهیسې د نړۍ خورا بډایه خلکو ته د پاملرنې وړ ده او د لویدیځو متحدینو او مسکو ترمنځ د متحده عربي اماراتو ناپیلتوب روسانو ته ښودلي چې د هغوی پیسې هلته مصونې دي.

متحده عربي امارات چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې یې د روسیې سره خپلې اړیکې ښه کړي پر روسیې باندې د لویدیځ له بندیزونو څخه پیروي نه کوي او ددې هیواد مرکزي بانک تر اوسه د لویدیځ د بندیزونو په اړه کومه کړنلاره نده اعلان کړې.

متحده عربي امارات د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې هم د روسیې د غندلو لپاره د رای ورکولو ډډه وکړه.

د رویترز اژانس په سویس کې د یو شخصي بانک د لوړپوړي مقام او یو وکیل له قوله لیکلي دي چې په ډیرو مواردو کې بډایه روسان د سویس او لندن څخه دوبۍ ته د خپلو پانګو د انتقالولو هڅه کوي. سویس او لندن، دواړو روسان او روسي بنسټونه تحریم کړي دي.

په دوبۍ کې د میشت دغه وکیل په وینا روسانو او روسي بنسټونو د هغه د دفتر سره تماس نیولی او متحده عربي اماراتو ته د ډالرو د "پام وړ کچې پانګې" د چټک انتقالولو په اړه یې معلومات غوښتي دي.

د پانګې اچونې د چارو یو کارپوه وویل: "متحده عربي امارات ښه ځای دی. د [روسیې نه] څو ساعته پرواز واټن لري او مقررات یې د لویدیځ د مقرراتو سره په بشپړه توګه یو ډول ندي. "

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت، مرکزي بانک او د رسنیو دفتر تر اوسه د روسي پانګو د کچې په اړه چې دوبۍ ته انتقالیږي معلومات ندي ورکړي.

یوې بلې مالي منبع ویلي چې روسان دننه په هیواد کې دیو ګډوډیدونکي اقتصاد سره مخامخ دي د پانګونې په ځانګړې توګه د املاکو د رانیولو په هڅه کې دي چې مالکیت یې بربنډ نشي.

دوبۍ چې د نړۍ د سیلانیتوب یو له عمده ځایونو څخه دی د اوږدې مودې راهیسې د روسانو ترمنځ محبوبیت لري او روسانو حتی پر اوکراین باندې د رسیې د یرغل اود بندیزونو دمخه د اماراتو د زیات شمیر اوسیدونکو او همداشان پې هیواد کې د املاکو د اخیستونکو له ډلې څخه وو.

متحده عربي اماراتو په ۲۰۱۸ کال کې د طلایي ویزې پروګرام چې پدې هیواد کې لس اقامت ورکوي پانګوالو او متخصصینو ته اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG