د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال المپیک په روسیې او بیلاروس کې خپل ټول فعالیتونه لغو کوي 


د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام
د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام

د المپیک نړیوالې کمیټې د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب ۶) د خپلو ټولو فدارسیونو څخه وغوښتل چې په روسیه او بیلاروس کې ټول فعالیتونه وځنډوی.

د المپیک د نړیوالې کمیټې اجرائیه هیت پر اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې نن د ورزش د نړیوالو فدراسیونونو څخه وغوښتل چې په روسیه او بیلاروس کې خپل پلان شوي ورزشي فعالیتونه لغو او یا هم له دغو هیوادونو څخه نورو هیوادونو ته ولیږدوي.

دې کمیټې ویلي چې: «دوی باید د روسیې او بیلاروس د حکومتونو سره د المپیک له متارکې نه د سرغړونو په خاطر حساب وکړي او لوبغاړو امنیت او مصونیت ته مطلق لومړیتوب ورکړي.»

د اروپا د فوټبال فدراسیون پریکړه

دا پریکړه پداسې حال کې کیږي چې د اروپا د فوټبال فدارسبون هم ویلي چې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د جام وروستۍ لوبه چې ټاکل شوې وه د مۍ په میاشت کې د روسیې په سنت پترزبورګ کې وشي پر اوکراین د روسیې د برید په خاطر اوس په پاریس کې کیږي.

دې فدراسیون په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي دي چې د اروپا د فوټبال د فدراسیون په چوکاټ کې د اوکراین او روسیې د داخلي کلپونو او ملي ټیمونو د فوټبال سیالۍ به هم تر «راتلونکې اعلان پورې» په یو دریمکړي هیواد کې ترسره کیږي.

د روسیې حکومت د اروپا د فوټبال د فدراسیون پریکړه چې د اروپا د اتلولۍ د جام لوبه یې د سنت پترزبورګ نه پاریس ته انتقال کړې د «شرمونکی» عمل ګڼلی دی.

مانچستر یونایټیډ د ایرفلوت سره تړون لغو کړ

بلخوا د بریتانیا د مانچسټر یونایټیډ د فوټبال کلوب نن د جمعې په ورځ وویل چې پر اوکراین باندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یرغل په غبرګون کې یې د روسیې د هوایي چلند ایرفلوت سره د سبانسر شیپ (مالي ملاتړ) معامله پای ته رسولې ده.

د بریتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ پر مسکو یو بنډل بندیزونه ولګول چې په کې د روسیې د هوایي چلند ایرفلوت د پروازونو بندیدل شامل دي.

مانچسټر یونایټیډ په ۲۰۱۳ کې اعلان کړی و چې ایرفلوت د دوی «رسمي پروازونه» ترسره کوي او د هغه وخت راهیسې یې د ایرفلوت نه د اروپا د جام لوبو ته د تګ لپاره استفاده کوله. ټاکل شوې وه چې دغه معامله تر ۲۰۲۳ پورې دوام وکړي.

د اوکراین کړکیچ؛ روسیه کې د موټر ځغلولو د ګرند پریکس لوبو لغو کیدل

د یو بل خبر له مخې «فورمل ون» نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې د ګرند پریکس د موټر ځغلولو سیالۍ یې لقو کړې دي چې ټاکل شوی وه د سپتمبر په ۲۵ وشي.

فورمل ون، چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې یې دغه پریکړه کړې ده ویلي دي چې: «مونږ په اوکراین کې حالات په پوره اندیښنې او ټکان سره تعفیبوو او د اوسني وضعیت لپاره د یو سوله ییز حل هیله لرو.»

XS
SM
MD
LG