د لاس رسي وړ اتصالات

د فایزر واکسین ته د جواز ورکولو لپاره د اروپایي اتحادیې غونډه 


د اروپایي اتحادیې د درملو ادارې د فایزر شرکت د کرونا ویروس ضد واکسین ته د اجازې ورکولو د بحث لپاره د د مقاماتو غونډه اته ورځې رامخکې کړله.

ټاکل شوی وه چې دغه غونډه د دسمبر په ۲۹ وشي، خو د اروپایي ټولنې د درملو ادارې د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) په یوې اعلامیې کې وویل: "یوه استثنایي غونډه د دسمبر په ۲۱ جوړیږي چې د امکان په صورت کې وروستی تصمیم ونیول شي."

بریتانیا د دسمبر په اتمه او د امریکا متحده ایالاتو د دسمبر په ۱۴ د فایزر-بیو ان تک د کروناویروس ضد واکسین سرتاسري تطبیق پیل کړ.

د اروپایي ټولنې د درملو ادارې د فایزر له شرکت نه په انسانانو باندې ددې واکسین د تطبیق په اړه "اضافي اطلاعات" غوښتي وو او ددې بنسټ د مقاماتو په وینا اوس دغه معلومات ترلاسه شوي دي.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فان دی لین، ددغه پرمختګ هرکلي کړي او په ټویټر کې لیکلي:"هره ورځ شمیرل کیږي— مونږ په بشپړه چټکۍ کار کوو تر څو د کوویډ۱۹ واکسینونه چې مصون او ګټور وي، د تطبیق جواز ترلاسه کړي."

د اروپایي کمیسیون رئیسې خوشبیني څرګنده کړې چې د ۲۰۲۰ کال د پای ته رسیدو دمخه اروپایان د کروناویرس ضد واکسین ترلاسه کړي.

له دې دمخه جرمني د اروپا د درملو پر ادارې فشار راوړی و چې د فایزر-بیوان‌تک د کروناویروس ضد واکسین تطبیق کول د کرسمس له رارسیدو دمخه تائید کړي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینس سپن، په برلین کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "هدف دادی چې له کرسمس څخه دمخه [د کووید۱۹ واکسین ته] جواز ورکړل شي. مونږ غواړو چې په جرمني کې د واکسین تطبیق د نوي کال دمخه پیل کړو."

XS
SM
MD
LG