د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا د فوټبال سیالۍ؛ انګلنډ په نیمه پایلوبې کې هالند ته ماتې ورکړه


انګلنډ هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته ووت
انګلنډ هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته ووت

د اروپا اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) جام د فوټبال سیالیو په دویمه نیمه پایلوبې کې د چهارشنبې په ورځ جولاۍ لسمه (چنګاښ۲۰) انګلنډ هالنډ ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

د لوبې تر اخري‌ شېبو پورې دواړه لوبډلې یوه-یوه مساوي وې، خو په ۹۱مه دقیقه کې د انګلنډ لوبغاړي الي وتکینز ګول وکړ او خپله لوبډله یې د دغو سیالیو پایلوبې ته ورسوله.

الي وتکینز په دغې ټولې لوبې کې نه و او په ۸۱مه دقیقه کې د کپتان هیري کین سره تبادله او میدان ته ښکته شو. مبصرینو د انګلنډ د روزونکي دا تغیر طلايي تغیر وباله.

د دغې هیجانې لوبې په لومړیو کې هالنډ په انګلنډ لاسبری و او د هالنډ ژاوي سیمونز د لوبې په اوومې دقیقې کې ګول وواهه. خو په ۱۸مه دقیقه کې هالنډ پنالټي شو او د انګلنډ کپتان هیري کین پنالټي په ګول بدل کړ او لوبه د انګلنډ تر دویم ګول پورې ۱-۱ روانه وه.

انګلنډ تر دې دمه د اروپا د فوټبال اتلولۍ جام نه دی‌ ګټلی.

انګلنډ په ۲۰۲۱ کال کې د دغو سیالیو په پایلوبې کې د پنالټي په شوټونو کې په ایټالیا باندې وبایلله.

انګلنډ به په پایلوبې کې د یکشنبې په ورځ له هسپانیا سره مخامخېږي کوي. هسپانیا تېره ورځ فرانسې ته ماتې ورکړه.

دا د اروپا د اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) جام د ۱۷م پړاو سیالۍ دي چې د جون په ۱۴مه پیل شوې. دا لومړی ځل دی چې یوازې جرمني د دغو سیالیو کوربه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG