د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې په خبرو کې د افغانستان د لرغونو آثارو پر ساتنې ټینګار


د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو په درشل کې او د بامیان د بودا مجسمو د له منځه وړلو د نولسم تلین به مناسبت د افغانستان فرهنګي فعالان د سولې خبرو په اجنډا کې د لرغونو آثارو د ساتنېپر شاملولو ټینګار کړی دی.

دغو فعالانو سږکال د طالبانو له خوا د بودا د مجسمو د ړنګولو د غندنې ترڅنګ له دغې ډلې غوښتي چې د افغانستان فرهنګي میراثونو ته د زیان نه رسولو ژمنه وکړي.

دوی اندېښنه ښودلې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې تر اوسه د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسله نه ده مطرح شوې.

د دغو فعالانو له ډلې فرشتې متین وویل: "پر دې موضوع باید په ټینګار سره بحث وشي او ژمنې واخیستل شي چې نور د تاریخي آثارو په ویجاړولو لاس نه پورې کوي او موږ بیا د بل بودا یا نورو آثارو د ویجاړولو شاهدان و نه اوسو".

د طالبانو ډلې ۱۹ کاله مخکې د ۲۰۰۱ د مارچ په ۱۱مه د افغانستان د ملي موزیم د بودايي دورې د آثارو په ګډون؛ په بامیان کې د صلصال او شهمامې دوه لویې مجسمې په بمونو والوزولې.

دغو مجسمو ۵۵ او ۳۵ متره لوړوالی درلود چې د نړۍ په عمده تاریخي آثارو کې شمېرل کېدې.

یو شمیر افغان فرهنګي فعالان هرکال د دغو مجسمو د ویجاړولو د ورځېپه یاد د ویر مراسم ترسره کوي.

"له بودا سره یوه شپه" د دغو مراسمو یوه بېلګه ده چې د افغان فرهنګي فعالانو له خوا له تېرو لسو کلونو راهیسې د بودا د لویو مجسمو د ویجاړېدو په ویر کې ترسره کېږي.

د دغو مراسمو ترتیبوونکې زهرا حُسیني وویل: "...د افغانستان فرهنګي او هنري شتمنۍ یې ویجاړې کړې، خلکو ته چې کوم زیان رسولی، آیا دوی به ومني چې دا جنایت یې کړی دی؟ دلته ده چې زموږ غوږو ته د خطر د زنګ آواز رسېږي".

دوی ټینګار وکړ چې د طالبانو ډله باید د افغانستان د ګډو ارزښتونو پر مدیریت قناعت وکړي او د سولې په خبرو کې له پخوانیو محدودیتونو څخه راووځي.

د بشري حقونو فعالانو هم په بامیان کې د بودا د مجسمو له منځه وړل د بشري حقونو څرګند نقض بللی او پر عاملینو یې د انتقالي عدالت د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

د بامیان والي محمدطاهر زهیر وویل چې افغان ولس او دولت به له قانون څخه پورته د طالبانو یوه غوښتنه هم و نه مني.

هغه زیاته کړه: "د فرهنګي میراثونو ساتل د نړۍ له فرهنګي سازمانونو سره د افغانستان د دولت یوه ژمنه ده".

خو افغان فرهنګي فعالانو ټینګار وکړ چې طالبان باید د سولې په مذاکراتو کې له افغان ولس او دولت سره ژمنه وکړي چې بیا به د افغانستان لرغوني او تاریخي آثار نه ورانوي.

XS
SM
MD
LG