د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ۲۸ طالبان او څلور امنیتي سرتیري وژل شوي ـ چارواکي


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د کندهار امنیتي چارواکي وايې، په دغه ولایت کې د وسله والو په دو ډله ییزو بریدونو کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن چهارشنبه اپرېل ۲۲ (غويي۳) امریکا غږ اشنا ته وويل چې لومړۍ نښته تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې ته نژدې د سپین بولدک ولسوالۍ په «سارګو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو په یاده سیمه کې د سرحدي قواوو پر مرکزونو ډله ییز برید وکړ چې پرمهال یې درې افغان سرحدي سرتیري او ۱۶ طالبان وژل شوي دي.

هغه وویل چې نښتې د نن سهار تر ناوخته پوري دوام درلود: "د سپین بولدک د سارګو په سیمه کې وسله والو د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو حمله کړې چې زموږ سرحدي قواوو يې په ځوابي برید کې هغوی پر شاتمبولي چي په پایله کې ۱۶ وسله وال برید کوونکې او ۳ سرحدي سرتیري وژل شوي، ۹ وسله وال او ۴ سرحدي سرتیري ټپیان دي."

دغه راز د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې هم د پوليسو او وسله والو برید کوونکو ترمنځ نښته شوې چې د چارواکو په وینا دواړو لورو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلی بارکزي د ژړی ولسوالۍ د نښتو په اړه اشنا رادیو ته وويل چې په دغه نښته کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

بارکزي وویل: "د ولسوالۍ په میرهزار سیمه کې د پوليسو پر مرکزونو وسله والو ډله ییز برید وکړ چې زموږ د پوليسو لخوا په ځوابي برید کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۷ يې ټپیان دي، دغه راز زموږ ۴ پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې یو تن يې وژل شوي او ۳ يې ټپیان دي."

خو د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته د سپین بولدک او ژړۍ ولسوالۍ د نښتو په ترڅ کې د پوليسو او سرحدي قواوو د تلفاتو په اړه وويل چې په سپین بولدک کې ۵ سرحدي سرتیري وژل شوي او ۴ يې ټپیان دي

دغه راز سرچينې په ژړۍ ولسوالۍ کې د پوليسو د تلفاتو شمېر ۷ تنه وښود چې ۳ يې وژل شوي او ۴ يې ټپیان دي.

ژړۍ او سپین بولدک په کندهار کې له نسبتاً امن ولسوالیو څخه بلل کېدې خو له تیرو دو میاشتو راهیسې ورڅخه د نا امنیو خبرونه تر لاسه کیږي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د تازه نا امنیو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG