د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د یو تور پوستي امریکايي جورج فلویډ په قتل تورن پولیس افسر ډیریک شاوون په ۲۱ کالو بند محکوم کړل.
د عدلي وزارت د پنجشنبې په ورځ جون اوومه (چنګاښ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پولیس افسر ډيریک شاوون جورج فلویډ او یو بل ۱۴ کلن ماشوم د خپل اساسي حقوقو څخه محروم کړي وو.
ښاغلی شاوون د ۲۰۲۰ د مۍ په میاشت کې د مینوسوتا ایالت د مینیاپولیس په ښار کې جورج فلویډ د ۲۰ ډالرو جعلي نوټ د کارولو په تور ونیوه او توقیف یې کړ. په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کېږي چې نوموړي د جورج فلویډ په څټ پښه اېښې ده چې بیا وروسته مړ شو.
د عدلیې وزارت په اعلامیې کې د دغه وزارت د مدني حقوقو د څانګې د مرستیالې کریسټن کلارک له خولې ویل شوي دي: «د مدعي علیه شاوون له لوري له حده د زیات زور کارول او طبي اسانتیاو برابرولو ته یې نه پاملرنه د فلویډ د بې موجبه مړینې لامل شوې. په یو بلې قضیې کې د شاوون د یو بل غیر قانوني کار له کبله یو ۱۴ کلن ماشوم ژوبل شوی و. دا سزا باید دا قوي پیغام انتقال کړي چې د عدلیې وزارت چمتو دی هغه قانون پلي کوونکي پولیس افسران محاکمه کړي چې بې اساسه مرګوني ځواک کاروي. سره له دې چې د زندان هېڅ موده د ډیریک شاوون د تاوتریخوالي د عمل عواقب بدلولای نشي، موږ هیله لرو چې دا سزا به د اغیزمنو کورنیو او ټولنو لپاره څه ناڅه عدالت تامین کړي.»
په اعلامیې کې راغلي دي چې ډيریک شاوون د دغه کار په مهال د خدمت لپاره خپل تعهد له پامه غورځولی و. ښاغلي شاوون هم اعتراف کړی چې «د جورج فلویډ اساسي حق یې تر پښو لاندې» کړی و. هغه همدغه راز اعتراف کړی چې د ۲۰۱۷ د سپتمبر په څلورمه نېټه یې د ۱۴ کلن ماشوم اساسي حق هم نقض کړی و چې باید د پولیسو له بې موجبه زور کارونې څخه ازاد شوی وای.
د عدلیې وزارت وايي چې ښاغلي شاوون د زندان په ۲۱ کاله موده کې هغه وخت هم شامل دی چې ده په کې د محکمې لپاره انتظار کړی. دی په ۲۰۲۰ کې په دغه قتل تورن شوی و.
تر دې مخکې په یوې بلې محکمې کې څارنوالانو ۴۵ کلن شاوون ته د ۳۰ کالونو بند سزا غوښتنه کړې وه خو قاضي دا موده کمه کړه. ښاغلي شاوون له دغې محکمې وروسته د خپل کار له کبله بخښنه نه وه غوښتې خو د مقتول کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې وه.
هغه مهال د جورج فلویډ کورنۍ د محکمې دا پریکړه په امریکا کې د نژادې مصالحې په لور "تاریخي" ګام او ولسمشر جوبایډن «مناسبه» پرېکړه بللې وه.
د جورج فلویډ له مړینې ورسته په امریکا کې او له امریکا د باندې د نژادي تبعیض ضد ډېرې مظاهرې او له اقلیتونو سره د تبعیض ختمولو غوښتنې وشوې.