د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د رای اچونې مرکز باندې برید کې لسگونو تنه ووژل شول


د بلوچستان ایالت په کویټه کې د برید صحنه
د بلوچستان ایالت په کویټه کې د برید صحنه

په پاکستان کې نن د چهارشنبې په ورځ عمومي انتخابات پیل شول، خو دمخه تر دې چې په میلیونو کسان رایه ورکړي د بلوچستان ایالت په کویټه کې د رای اچونې په یو مرکز باندې په ځانمرگي برید کې لږ تر لږه ٣١ کسان ووژل شول او څه دپاسه ۴٠ تنه نور ټپیان شول.

د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د پخواني صدراعظم نواز شریف واکمن گوند د خپل عمده سیال عمران خان د گوند په وړاندې په سخته سیالۍ بوخت دی.

د پولیسو یو لوړپوړي مقام امریکا غږ ته ویلي دي یو تن چې په موټرسایکل سپور و په کویټه کې یې د رای ورکونې په یو مرکز باندې ځانمرگی برید کړی دی چې په قربانیانو کې رای ورکونکي، پولیس او د سیاسي گوند فعالین شامل دي.

ددغه برید پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلې ده. څو ورځې دمخه د بلوچستان ایالت په مستونگ کې د بلوچستان عوامي گوند په نامه د یو نوي سیاسي گوند د کاندید نواب سراج رئیساني په انتخاباتي کمپاین باندې په برید کې ١٥١ کسان ووژل شول او له ١٥٠ نه زیات ټپیان شول. په برید کې د بلوچستان ایالتي شورا ته کاندید سراج رئیساني هم ووژل شو. ددې برید پړه هم داعش منلې وه.

د پاکستان په روانو انتخاباتو کې اوس د دوو گوندونو ترمنځ ټینگه سیالي روانه ده. د پاکستان مسلم لیگ نواز گوند د پاکستان تحریک انصاف گوند سره په مبارزه بوخت دی چې مشري یې عمران خان کوي.

عمران خان د اداري فساد ورک کول او د یو "مرفه اسلامي دولت" رامنځ ته کول خپل شعار گرځولی دی.

په داسې حال کې چې دا درییم پرله پسې ځل دی په پاکستان کې د یو ملکي حکومت د رامنځ ته کیدو لپاره انتخابات کیږي، خو ددې ٢٠٠ میلیون نفوس لرونکي هیواد پوځ په تیرو ٧٠ کلونو کې زیاته موده ددې هیواد مشري کړې ده.

د ښاغلي شریف گوند تور لگوي چې پوځ د عمران خان په مشرۍ گوند سره مرسته کوي چې انتخابات وگټي، خو پوځ دغه ادعا رد کړې ده.

نواز شریف دوه اونۍ دمخه پاکستان ته له رسیدو سم ونیول شو او زنداني شو. د پاکستان محکمې ښاغلی شریف د فساد په تور په لسو کلونو بند محکوم کړی دی.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جولای په ١٦ په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د پاکستان پوځ د پخواني صدراعظم نواز شریف او د مسلم لیګ ګوند پر ځینو نورو غړو فشار راوړی چې خپل ګوند ته له وفادارۍ لاس واخلي او له ځینو نورو یې غوښتل شوي چې انتخاباتي سیالۍ پریږدي.

دې کمیسون دا هم ویلي دي چې د پاکستان پوځ په ښکاره هلې ځلې کوي چې په ټاکنو کې خپلې مداخلې ته لار پرانیزی.

XS
SM
MD
LG