د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د پخواني ‌ولسمشر لور مقدساتو ته په سپکاوي ‌او حکومت ضد څرګندونو تورنه شوه


فایزه هاشمي
فایزه هاشمي

د ایران قضايي قوې د دغه هېواد د يو پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني لور د نظام په ضد په پروپاګند او مقدساتو ته په اهانت تورنه کړې ده.

د تهران لوی‌ څارنوال علي صالحي نن یکشنبه جولاۍ درېیمه (چنګاښ۱۲) وویل چې د فایزې هاشمي دوسیه یې له قانوني مراحلو وروسته محکمې ته استولې ده.

فایزه هاشمي د ایران د پارلمان پخوانۍ غړې ده او په هغې باندې لګول شوي تورونه د اپریل په میاشت کې په ټولنیزې رسنیو کې له یو بحث څخه سرچېنه اخلي.

د راپورونو په اساس نوموړې په دې بحث کې ویلي وو چې د ترهګرو سازمانونو له لست څخه د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو د نوم د لېرې کولو غوښتنه د ایران ملي ګټې زیانمنوي.

هغې ویلي وو: «سپاه توغندی وروي او بیا اعلان کوي‌ چې دا کار موږ کړی دی. سپاه چې څه ایران ته ورکوي، منفي‌ دي.» نوموړې د ایران د سپاه پاسدران په ځینو فعالیتونو انتقاد کړی و.

ایران له امریکا څخه غواړي چې د سپاه پاسدران نوم د ترهګرو سازمانونو له لست څخه لېرې کړي. یو دلیل همدا بلل کېږي ‌چې ایران سره د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته د بیا ورګرځېدو خبرو نتیجه نه ده ورکړې.

راپورونه وايي چې فایزې هاشمي په یو بل بحث کې د اسلام د پیغمبر او د هغه د میرمنې خدیجې په اړه هم څرګندونې کړې وې.

د ایران سپاه پاسدارن ته نژدې یوې رسنۍ «صابرین نیوز» یوه ویدیو خپره کړې ده چې په کې فایزه هاشمي لیدل کېږي، هغه وايي‌ چې خدیجه یوه سوداګره او تجاره وه او په اسلام کې ښځې کولای شي چې تجارت وکړي. هغې دا خبره هم کړې ده چې «پیغمبر د خدیجې پېسې فنا کړې» وې.

د ایرنا خبري اژانس وایي چې فایزې هاشمي بیا په دې اړه وروسته وضاحت ورکړ او وویل چې هدف یې اسلام ته سپکاوی نه و او دا یې شوخي کړې وه.

د فایزې پلار اکبر هاشمي رفسنجاني یو منځلاری سیاستوال و چې له لویدیځ سره یې ښې اړیکې غوښتلې. د هغه لور تر دې مخکې هم د ایران په ضد د تبلیغاتو په تور په شپږو کالونو بند محکومه شوې وه.

د ایران د اساسي‌ قانون له مخې، پیغمبرانو او امامانو ته د سپکاوي سزا مرګ هم کېدای شي.

په دغه راپور کې د فرانسې خبري اژانس، ایرنا او میزان انلاین له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG