د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د حزب الله درې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي


د اسرائیل پوځ شنبه جولای ۲ (چنګاښ۱۱) ویلي چې د حزب الله شعیه وسله والې ډلې درې بې پیلوټه یا ډرون الوتکو چې د نفتو د استخراج یوې سیمې ته روانې وې، مخه نیولې او نسکورې کړې یې دي.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا الوتکې د مدیترانیې په بحیرې کې د نفتو د استخراج هغې سیمې ته په لار وې چې لبنان او اسرائیل یې د ملکیت پر سر جنجال لري.

اعلامیه کې ویل شوي، "درې دښمنې بې پیلوټه الوتکې چې د اسرائیل د اقتصادي اوبو هوایي حریم ته نږدې کیدلې، مخه یې نیول شوې. دا الوتکې د کاریش د نفتو د استخراج سیمې ته روانې وې".

په عین حال کې د اسرائیل د پوځ یوې سرچینې ویلي چې الوتکې په وسلو نه وې سمبالې او اسرائیل ته یې کوم ګواښ نه پیښوه. دې سرچینې ویلي چې د یوې بې پیلوټه الوتکې مخه جنګي جیټ الوتکې نیولې او د دوو نورو مخه د مدیترانیې په بحیرې کې د اسرائیل جنګي کښتۍ نیولې ده.

په لبنان کې د حزب الله شعیه وسله واله ډله چې ایران یې تر شا ولاړ دی په یوې اعلامیې کې تائید کړې چې دا الوتکې هغوي استولې وې.

د حزب الله په اعلامیې کې راغلي، " د شنبې په ماسپښین درې ډرون الوتکې د کاریش جنجالي سیمې ته د کشفي ماموریت لپاره واستول شوې".

په اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړل شي یوازې دومره ویل شوې چې دې الوتکو خپل ماموریت ترسره کړی او د اسرائیل لخوا د الوتکو د مخې نیولو او نسکورولو په هکله یې هیڅ ندي ویلي.

وروسته تر هغه چې اسرائیل یوه دربست شوې کښتۍ د کاریش د نفتو د استخراج سیمې ته واستوله، لبنان دا کار وغانده خو د حزب الله وسله والې ډلې بیا خبرداری ورکړی چې که اسرائیل د نفتو د استخراج پدې سیمه کې فعالیت وکړي، پر ضد به یې اقدام وکړي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله پدې هکله په یوې وینا کې چې په تلویزیون کې خپریده وویل، "تر ټولو سمدستي هدف باید دا وي چې دښمن پرې نښودل شي د کاریش په سیمه کې ګاز او نفت استخراخ کړي".

دغه شعیه مشر همدارنګه ویلي که اسرائیل د لبنان ملي شتمني غلا کړي، د حزب الله ډله به چوپه پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG