د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: هند د چمپینز ټرافي لپاره خپلې سیالۍ په اماراتو کې کوي


هندي لوبغاړي د ۲۰۲۴ په جون کې د ۲۰ اوریز نړیوال جام له ګټلو وروسته
هندي لوبغاړي د ۲۰۲۴ په جون کې د ۲۰ اوریز نړیوال جام له ګټلو وروسته

د پاکستان کرکټ بورډ یکشنبې ډسمبر ۲۲ (مرغومي دوهمه) اعلان وکړ چې هوکړه یې کړې چې هند به د کرکټ د چمپینز ټرافۍ لپاره خپلې ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې کوي.

د پاکستان په کوربتوب دا ۵۰ اوریز ټورنمنټ د راتلونکي کال د فبروري په ۱۹مه پیلیږي او افغانستان هم پکې ګډون لري.

د کرکټ نړیوالې شورا تېره اونۍ تائید کړه چې د هند لوبډله به د چمپینز ټرافي‌ د لوبو لپاره پاکستان ته نه ځي او خپلې ټولې لوبې به په درېیم هېواد کې کوي خو ددغه هېواد نوم نه و اعلان شوی.

د سیاسي اختلافاتو له کبله د هند د کرکټ لوبډله د ۲۰۰۸ راهیسې پاکستان ته نه ده تللې او د هند کرکټ بورډ ویلي چې د خپل حکومت د مشورې پر اساس یې په پاکستان کې چمپینز ټرافي ته د لوبډلې د نه استولو پرېکړه کړې ده.

دواړه هېوادونه دوه اړخیزې لوبې نه کوي او یوازې په نړیوالو ټورنمنټونو کې له یو بل سره مخامخ کیږي. د پاکستان لوبډله تېر کال د ۵۰ اوریز نړیوال جام لپاره هند ته تللې وه.

هند تېره میاشت اعلان وکړ چې په پاکستان کې د چمپینز ټرافي کېدونکو سیالیو ته خپله لوبډله نه استوي.

په چمپینز ټرافي کې ټول اته ټیمونه برخه لري چې د افغانستان برسېره انګلنډ، بنګله دېش، پاکستان، جنوبي افریقا، هند او نیوزلنډ په کې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د هند او سري لانکا په ګډ کوربتوب د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ اوریز نړیوال جام په ترڅ کې به هم هند او پاکستان خپلې لوبې په دریم هېواد کې کوي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG