د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۳ تنه مړه شوي ۲۱ ټپیان دي


د تیرې ورځې راپدېخوا د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د ترافیکو مدیریت نن شنبه نومبر پنځمه (لړم ۱۴) ویلي چې تیره شپه د کابل ـ مزار شریف لویې لارې پر سر د شمالي سالنګ په سیمه کې د یو «فلانکوچ» موټر د چپه کېدو له امله درې کسان مړه شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د ترافیکو مدیر نذیرالله عابد ویلي چې د پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د نوموړي په وینا دغه پېښه د هوا خرابولي او موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلي عابد ویلي چې د پيښې ټپیان د درملنې لپاره د بغلان ولایت روغتونو ته انتقال شوي دي.

د بغلان ولایت د ترافیکو مدیریت د معلوماتو په اساس تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او یو بل تن ټپي شوی و.

بلخوا ویل کیږي چې په لغمان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پیښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د ځايي طالب چارواکو له قوله ویلي چې دغه پېښه نن شنبه د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په «کیل» سیمه کې د یو صرف موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا په مړو شوو کسانو څلور تنې ښځې هم شامل دي او ټپي شوي کسان د لغمان ولایت روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

پر همدې مهال یو شمېر عیني شاهدان وايي چې نن شنبه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې کورلا ډوله او ټېلر موټر تر منځ هم د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې د ترافیکو پېښو زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او د ترافیکو نښو نشتوالی بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG