د لاس رسي وړ اتصالات

په جوزجان کې اته تنه په یوې ترافیکي پېښې کې مړه شوي


د افغانستان په جوزجان ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه اته تنه مړه شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن چهارشنبه مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) د قوش تېپې ولسوالۍ په په «پل ترکمن قدوق» سیمه کې د یو ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د جوزجا نولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالغني صمیم باختر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې د دغه پېښې زخمیان روغتونو ته انتقال شوي دي او تر درملنې لاندې دي.

ښاغلي صمیم د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خراب وباله او په خبره یې کیدای شي د مړو شمېر تغیر وکړي. یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې په دغه پېښه کې ماشومان هم زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ترافیکي زیاتې شوي دي او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

مسؤل چارواکو تر دې مخکې د موټر چلوونکو لخوا پر احتیاط باندې ټینګار کړی او له هغوی څخه یې غوښتي چې د موټر چلولو پرمهال ترافیکي اصولو مراعت کړي.

XS
SM
MD
LG