د لاس رسي وړ اتصالات

 
افغانستان کې ترافیکي پېښې؛ یو کال کې ۱۷۷ کسان مړه او کابو ۱۳زره ټپیان شوي

افغانستان کې ترافیکي پېښې؛ یو کال کې ۱۷۷ کسان مړه او کابو ۱۳زره ټپیان شوي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۳۹۹ مالي کال کې دوه زره او ۴۹۱ ترافیکي پېښې چې په کې مسافرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې لامل ثبت کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د دوشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۲۰) امریکا غږ ته وویل دا پېښې د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل څخه تر پایه ثبت شوي چې په کې په مجموعي ډلو ۱۲زره او ۹۵۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغې زیاته کړه: "۱۲زره او ۷۵۰ کسه ټپیان شوي او ۱۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".

د روغتیا وزارت د معلومات ښيي چې په مړو شویو کسانو کې ۲۵ او په ټپیانو کې ۱۹۰۳ ښځې شاملې دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتي بانک د شمېرو په اساس د افغانستان په پنځو ولایتونو کندز، پروان، هلمند، ننګرهار او هرات کې تر ټولو زیاتې ترافیکې پېښې ثبت شوې دي.

که څه هم د څلورو نورو ولایتونو په پرتله په هرات ولایت کې لږې ترافیکي پېښې ثبت شوي خو په دغو پېښو کې زیات شمېر مسافرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه ولایت کې ۴۷تنه د ترافیکو پېښو له کبله مړه شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

له هرات وروسته هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله خلکو ته زیاته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ترافیکو عمومي رئیس جنرال سید‌ نورالله مراد امریکا غږ ته وویل چې تر ټولو زیاتې پېښې د کابل – جنوب او کابل – شمال پر لویو لارو شوي دي.

جنرال مراد د ترافیکو مقرراتو نه رعایتول، د سرکونو خرابوالی، په زیات سرعت سره د موټرو چلول او د ډریورۍ پر مهال د نشه‌يي توکو کارول د ترافیکي پېښو عمده لاملونه یاد کړل.

هغه ټینګار وکړ که د موټرو چلوونکي ترافیکي اصول او ورته ښودل شوې لارښوونې رعایت کړي نو په افغانستان کې به د ترافیکو پېښو او له امله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په کچه کې کموالی راشي.

XS
SM
MD
LG