د لاس رسي وړ اتصالات

د کلیفورنیا په ځنګلونو کې اور تر اوسه ۲۲ تنه وژلي دي


د امریکا د کلیفورنیا ایالت په ځنګلونو کې اور تر اوسه ۲۲ تنه وژلي دي.

د هوا پیژندنې د ادارې مسؤلین وایي چې د سانفرانسیسکو په شمالي برخو کې په دوه ویشتو ځایونو کې اور لګیدلی. دغو مسؤلینو همدارنګه ویلي دي چې نن د پنجشنبې په ورځ به د باد چټکوالی زیات او رطوبت ډیر لږ وي چې دا به د لمبو د قابو کولو لپاره د اوروژونکو ژوند سخت کړي.

اور د کلیفورنیا ایالت په ۶۹ زره هکتاره ځمکه کې کې بلیږي چې په نړیواله کچه مشهور د انګورو باغونه پکې پراته دي.

چارواکي همدارنګه وایي چې تر اوسه د پنځو سوو نه زیات خلک تري تم دي او د یکشنبې د ورځې راپدیخوا د دغو کسانو سره هیڅ ډول اړیکې ندي نیول شوي.
پدې اورونو کې ۳۵۰۰ کورونه او د کاروبار ځایونه په بشپړه توګه سوځیدلي دي. اکثره خلک وایي چې اور سیمه دومره بدله کړي چې دوي خپل چم ګاونډ نشي پیژندلی. په اکثرو ځایونو کې یوازې سوځیدلي موټر او سوځیدلې ونې لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG