د لاس رسي وړ اتصالات

د برما د پارلماني انتخاباتو په۱۱ سوو کاندیدانو کې ۲ مسلمانان دي


ویل کیږي چې د آنګ سان سوچي ګوند به دا انتخابات وګټي
ویل کیږي چې د آنګ سان سوچي ګوند به دا انتخابات وګټي

تقریباً پنځه کاله کیده چې د برما په پارلمان کې هیڅ مسلمان وکیل نه و، خو دا ځل انتخاباتو ته دوه مسلمانان کاندیدان دي.

دا ځل د آنګ سان سوچي په مشرۍ د دیموکراسۍ لپاره د ملي لیګ ګوند ۱۱ په پارلماني انتخاباتو کې د ۱۱ سوو نه زیات کاندیدان درلودل چې یوازې دوه یې مسلمانان دي.

یو مسلمان کاندید ۳۳ کلن سیتهو ماونګ دی. سره لدې چې د پارلماني انتخاباتو رسمي نتیجه به ښایي یوه اوونۍ وروسته اعلان شي خو ښاغلی ماونګ وایي ډاډی دی چې په انتخاباتو کې کامیاب شوی او دا ځل به پارلمان ته لار پیدا کړي.

د کومې سیمې نه چې ماونګ پارلمان ته کامیاب شوی شاوخوا ۳۰ زره اوسیدونکي لري او په قومي لحاظ په برما کې یوه تر ټولو ویشل شوې سیمه ده. پدې سیمه کې بودایان او مسلمانان تقریباً یو شان نفوس لري او تر څنګ یې چینایان او هغه اقلیتونه شامل دي چې په خټه د هند اتباع دي.

ښاغلی ماونګ وایي چې د ټولو مذهبونو د پیروانونو لپاره به کار کوي او په ځانګړي ډول به هغوي ته پام کوي چې په ټولنې کې ورسره تبعیض کیږي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې شویدي.

د دیموکراسۍ لپاره د ملي لیګ بله کاندیده ۷۱ کلنه ون میا میا ده چې د منډالې په سیمه کې یې انتخابات ګټلي دي. یو شمیر بودایي ملت پالو د هغې په خلاف عریضه کړې وه او غوښتنه یې درلوده چې باید نوم یې د کاندیدانو د لیست نه وایستل شي.

د برما د نفوس ۴ په سلو کې یې مسلمانان دي او په هغه هیواد کې ورسره په لوړه کچه تبعیض کیږي. په ۲۰۱۷ کال کې د برما پوځ د رخاین په ایالت کې نظامي عملیات وکړل. دې عملیاتو سل ګونه زره روهینګیایي مسلمانان مجبور کړل چې خپل کورونه پریږدي خو لا هم شاوخوا ۶ سوه زره یې په برما کې د کړاوونو نه ډک ژوند کوي.

د نړیوال بحران د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې دا ځل هم په پارلماني انتخاباتو کې د ۲۳ په سلو کې د مسلمانو کاندیدانو نومونه د لیست نه ایستل شوي و پداسې حال کې چې د نورو مذهبونو د ایستل شویو کاندیدانو فیصدي یوازې ۰.۳ و.

XS
SM
MD
LG