د ګرځندوی صنعت څارونکي وايي چې انګلستان د سږکال دوبي کې د متحده ایالاتو ګرځندویانو لپاره یو له غوره ځایونو څخه و.
په ٢٠٢٠ کال کې د کرونا د وبا له کبله برتانیې ته د نړیوالو د سفرونو شمېر بیخي کم شو. د نړۍ د بل هر ځای په شان د لندن سړکونه هم خالي وو.
خو اوس وضعیت بدل شوی او ګڼ شمېر امریکایي سیلانیان هم برتانیې ته تللي.
د ګرځندوی د یوې ادارې غړې پټریشیا یټس وايي: "امریکایي سیلانیان واقعاً په برتانیې کې د کویډ له وبا نه د دې صنعت په رغونه کې مرسته کوي. دوی د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه زیات مصرف کوي."
تېر کال، په بریتانیا کې د ګرځندویانو لخوا د لګول شویو هرو پنځو پونډو څخه، یو یې امریکایي ګرځندوی لګولی و.
د اوړي د سفر په موسم کې دا ځل ډیرو امریکایانو د متحده ایالاتو دننه د سفر کولو نه بهر ته سفر غوره کړی دی.
د امریکا د هوایي شرکتونو یوه سوداګریزه ډله وايي چې په کورنیو الوتنو کې د مسافرو شمیر دوه سلنه راټیټ شوی، خو په نړیوالو الوتنو کې د مسافرینو شمیر د وبا دمخه د شمیر په پرتله ١۴ سلنه ډیر شوی دی.
مارک کینګ په لندن کې د سیلانیانو لارښود دی. هغه وايي: "د وبا نه سمدستي وروسته خلکو زیاتره د هېواد دننه سفر کاوه. خو اوس خلک د ملک نه د باندې هم د سیل لپاره ځي او امریکایان په دې کار کې مخکي دي."
امریکايي سیلانیانو سږ کال د بېلابېلو دلایلو له کبله بریتانیې ته سفرونه وکړل.
د ټکساس اوسېدونکی ټیم بریتانیې ته د خپل سفر په اړه وویل: ما دا سفر ځکه غوره کړل چې دلته ډیره کلتوري تنوع موجوده ده."
بریتانیې ته په سفر تللې د میسوري اوسېدونکې لینډا بیا وايي: "زما انا دلته لویه شوې. ما غوښتل د همدې دپاره د لندن دا برخه وګورم."
د انډیانا اوسېدونکی تامسن وايي، پاریس ته د سفر پرمهال یې د ځايي خلکو سره د ژبې ستونزه لرله خو په بریتانیا کې یې چې خلک په انګلیسي خبرې کوي، دا ستونزه نلرله.
د انګلستان د ملي احصایې دفتر وايي چې په لندن کې اوس مهال ۲۰ فیصده خلک د کور نه کار کوي او ۴۰ فیصده نور له دفتر او کور دواړو کار کوي. سیلانیان د ځایي سوداګرۍ سره مرسته کوي.
د برتانیا حکومت هغه قانون ختم کړی چې سیلانیانو ته اجازه ورکوي چې د اخیستل شوو شیانو مالیه بیرته ترلاسه کړي. دغه په خاصه توګه د ګران بیه دوکانونو په کاروبار اغیزه کړې. خو چارواکي وايي چی دې کار د امریکایانو د راتګ مخه نه ده نیولې.
د اتلسمې پیړۍ لیکوال سمویل جانسن یو ځل په یو بیان کې چې ډیری وختونه یې نقل شوی، وویل "کله چې یو سړی د لندن نه ستړی وي، هغه د ژوند نه ستړی شوی دی."
فورم \ دبحث خونه