د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د اسرائیل- حماس ترمنځ د اوربند له موافقې پرته واشنګټن ته ستون شو


انتوني بلینکن تر دې مخکې هم څو ځلې منځني ختیځ ته سفرونه کړي وو
انتوني بلینکن تر دې مخکې هم څو ځلې منځني ختیځ ته سفرونه کړي وو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له منځني ختیځ څخه د پنجشنبې په ورځ فبروري‌ اتمه (سلواغه۱۹) د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په برخه کې له کومې لاس ته راوړنې پرته بېرته واشنګتن ته راستون شو.

بلینکن او نورو امریکایي مقاماتو هیله لرله چې په دغه سفر کې به د اسرائیل او حماس ترمنځ نوي اوربند ته لاره پرانیستل شي، چې په ترڅ کې به یې له حماس سره یرغمل شوي کسان او له اسرائیل سره یو شمېر فلسطیني بندیان پرېښودل شي.

خو د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د حماس ډلې هغه پلان رد کړ او هغه یې «یو خیال» وګاڼه، چې له غزې څخه د اسرائیل د پوځ وتل او په غزې باندې د حماس کنترول غواړي. نتنیاهو وویل چې د اسرائیل پوځ به تر «مطلق» بري پورې جنګېږي.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر دونالډ ټرمپ به د راروانې دوشنبې په ورځ د اردن د پاچا کوربه وي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په حل وغږېږي.

انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسرائیل د پوځ د دوو پخوانیو مشرانو بیني ګانتز او ګابي ایسېنګوټ په ګډون د اسرئیل د جګړې د کابینې له غړو سره ولیدل. ده ویلي وو چې د «یرغمل شویو په خوشې کېدو» باندې به تمرکز کوي.

خو بلینکن تېره ورځ د اسرائیل، امریکا، قطر او مصر له لوري د وړاندیز شوي اوربند او د حماس د ځواب ترمنځ توپیر په ډاګه کړ، چې حماس له غزې څخه د اسرائیل د پوځ وتل، د بمباریو ختمول، په غزې باندې د کنترول حق او د خپلو پوځي تاسیساتو بیا رغول غواړي.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې حماس یو لړ مسائیل مخې ته کړي دي چې په خبره یې ښه پيلامه نه ګڼل کېږي، مګر «په ورته وخت کې د یوې موافقې د تعقیب د دوام لپاره فضا وینو او دا مسائیل تل بحث» کېږي.

په همدې حال کې د حماس یو لوړ پوړي چارواکي‌ ویلي دي‌ چې پلاوی یې نن هم په قاهرې کې و چې د مصر او قطر له چارواکو سره خبرې روانې وساتي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېته په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا تقریبآ ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول. له دغو بریدونو وروسته امریکا د اسرائیل کلکه ننګه وکړه او له ځان څخه یې د دفاع په حق کې ملا وتړله.

په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائیل په هوايي بریدونو او عملیاتو کې ۲۷۵۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې دوه میلیون نور فلسطینیان بې کوره او بې ځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG