د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د نوروز د مبارکۍ په پیغام کې د ایران د 'زړورو ښځو' یادونه وکړه


په سپینه ماڼۍ کې د نوروز مراسم
په سپینه ماڼۍ کې د نوروز مراسم

د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن، د سه شنبې په ورځ، د مارچ په ۱۹ (کب ۲۹) د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونو خلکو ته چې د نوروز ورځ نمانځي، مبارکي ورکړه.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر بایډن له قوله ویلي چې سږکال ''نوروز د ډېرو خلکو لپاره په یو ستونزمن وخت کې راځي، کله چې دا هیله تر بل هر وخت زیاته ورته اړتیا ده. متحده ایالات به د ایران د زړورو میرمنو تر څنګ ودریږي چې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي. او موږ به له خپلو شریکانو سره یو ځای ایراني مقامات د بشر له اساسي حقونو څخه د انکار په وجه حساب ورکولو ته اړ کړو.»

نوروز چې د وري میاشتې له لومړۍ نیټې او د پسرلي له پیل سره سمون خوري، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان، ایران او تاجکستان کې نمانځل کېږي. د مرکزي اسیا او قفقاز په ځینو هیوادونو کې، چې میلادي جنتري معمول ده، نوروز د پسرلي د پیل په توګه نمانځل کیږي، نه د نوي کال د پیل په توګه.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د بایډن په حواله دا هم ویل شوي چې د غزې جګړې د فلسطین خلکو ته ستر دردونه او کړاوونه رسولي دي. بایډن ویلي دي چې "موږ به د نړیوالو په مشرۍ [د غزې خلکو] ته د خوراکي توکو، اوبو، درملو او سرپناه په ګډون د لا زیاتو بشري مرستو برابرولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو."

بایډن په اعلامیه کې ویلي، چې د نوروز د رارسېدو په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې د «هفت سین» مېز چمتو شوی دی. د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «موږ د نوي کال د هیلو، ظرفیتونو او ژمنو د انعکاس لپاره په سپینه ماڼۍ کې خپل د هفت سین مېز سینګار کړی دی.»

بایډن په دې اعلامیه کې ټولو هغو کسانو ته چې نوروز نمانځي، وویل، "اختر مو مبارک شه - موږ تاسو ته د سولې او خوښیو ډک نوی کال غواړو."


ملګرو ملتونو په ۲۰۱۰ کال کې د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره «د نوروز نړیواله ورځ» په رسمیت وپیژندله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG