د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې ریل ګاډي ټکر کړی، لږترلږه ۱۰۰ کسان ژوبل شوي


د چین په پایتخت کې د ریل ګاډو د ټکر پېښې کم ساري دي خو په دې وروستیو ورځو کې د واورې طوفان د ښار په ترانسپورتي نظام کې د ګډوډیو او ځنډ لامل شوی دی.
د چین په پایتخت کې د ریل ګاډو د ټکر پېښې کم ساري دي خو په دې وروستیو ورځو کې د واورې طوفان د ښار په ترانسپورتي نظام کې د ګډوډیو او ځنډ لامل شوی دی.

د چین رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هېواد په پایتخت بیجینګ کې یو ریل ګاډي ټکر کړی او له کبله یې ۱۰۲ تنه ژوبل شوي دي.

د چين د سي‌سي ټیوي د راپور په اساس، پېښه د پنجشنبې دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) د ماښام په ګڼه ګوڼه کې داسې مهال رامنځته شوه چې د ریل ګاډي وروستۍ دوې ډبې له پاتې ریل ګاډي څخه جلا شوې.

د چین په پایتخت کې دا ډول پېښې کم ساري دي خو په دې وروستیو ورځو کې د واورې طوفان د ښار په ترانسپورتي نظام کې د ګډوډیو او ځنډ لامل شوی دی.

د سي‌سي ټیوي د خبر په اساس، له پېښې وروسته "۵۱۵ تنه د درملنې دپاره روغتون ته وړل شوي دي چې. له هغې جملې څخه ۱۰۲ تنه یې د ماتو هډوکو سره تشخیص شوي دي."

د پېښې په اړه ابتدايي څېړنو د ژمې هوا او د ریل د پټلیو ښویېدونکی حالت د پېښې لامل بللی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې په اړه د خپرو شویو ویډیوګانو کې خلک ښودل کیږي چې له ریل ګاډي څخه پر ځمکه غورځېږي او ځینې یې د ملا له درد څخه شکایت کوي.

په رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې پر ځمکه پراته خلک په داسې حال کې لیدل کیږي چې برېښنا قطع شوې او ځینې خلک د ریل ګاډي څخه د وتلو دپاره په څټکونو د کړکیو د ښیښو د ماتولو هڅه کوي.

د بیجینګ د ریل ګاډي ادارې په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل: "موږ د نن ماښام د پېښې د رامنځته کېدو له کبله بخښنه غواړو. هغه مسافر چې د پېښې له ځای څخه تللي او د روغتیا احساس نه کوي، کولای شي زموږ سره اړیکه ونیسي. موږ به یې د درملنې لګښت په غاړه واخلو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG