د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو لپاره اسیایي پوهنتون افغان ښځو ته تعلیمي بورسونه ورکوي 


په بنګله دیش کې د ښځو لپاره اسیایي پوهنتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغان میرمنو ته د لیسانس او ماسترۍ په کچه په سلګونو بورسونه ورکوي.

د دغه پوهنتون بنسټګر کمال احمد کابل ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو له سرپرستانو، د کابل پوهنتون له رئیس او د طالبانو د حکومت له نورو چارواکو سره له کتنې وروسته د دغه پوهنتون له خوا د بورسونو د ورکولو وړاندیز کړی، خو ددغه پوهنتون په اعلامیه کې ددې سکالرشیپونو د کره شمېر په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي.

د ښځو لپاره اسیايي پوهنتون چې د بنګله دیش په چټاګونګ کې موقعیت لري ویلي چې ښاغلي احمد د کابل روغتونونو ته هغه طبي توکي چې طالب مقاماتو یې غوښتنه کړې وه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ته ډالۍ کړي دي.

کمال احمد همداراز وړاندیز کړی چې د افغانستان د ملي تعلیمي نصاب د پرمخ بیولو په موخه غواړي د افغان نجونو لپاره د ثانوي او عالي لېسو د درسونو د زده کړو ازمایشي پروګرام ددغه پوهنتون د افغان محصلینو له خوا برابر کړي؛ هغه وړاندیز چې طالبانو یې د رسمي پېشنهاد غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو تر اوسه د هغې د منلو او افغان ښځو ته د هغې د ویش د څرنګوالي په اړه تبصره نده کړې.

سره له دې چې شېرمحمد ستانکزي په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت د تېر کال په اګست کې په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو وروسته د منځنيو او لېسو د ښوونځيو دروازې د نجونو په مخ تړلې او ښځو ته د کار او له محرم پرته د سفر کولو اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د دفاع د نورو سازمانونو په ګډون نړیوالې ټولنې په وار وار له دې ډلې غوښتي چې ښځې او نجونې له کار او زده کړو د لاسرسي له حقه بې برخې نه کړي.

یو شمېر څیړونکي په دې برخه کې د نړیوال جدي غبرګون په نه شتون نیوکه کړې او وايي چې د نړیوالې ټولنې نه جديت په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار امریکا غږ ته وویل: "موږ د نړیوال غبرګون څځه ډیر خواشیني یو چې له پراخو غندنو او اعلامیو سره مل و، خو یوه واحده طرحه نه وه."

اوس مهال شاوخوا ۱۷۰ افغان میرمنې په بنګله دیش کې د آسیا د ښځو په پوهنتون کې د بشپړو بورسونو له لارې په زده کړو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG