د لاس رسي وړ اتصالات

حسن عباس: په افغانستان کې واکمن طالبان په دوو ډلو وېشل شوي


حسن عباس، په واشنګټن کې د ملي دفاع پوهنتون استاد
حسن عباس، په واشنګټن کې د ملي دفاع پوهنتون استاد

"د طالبانو بیا راتګ" د کتاب لیکوال حسن عباس ادعا کوي چې په افغانستان کې واکمن طالبان په دوو ډلو وېشل شوي چې یوه یې په کندهار کې او بله یې په کابل کې ده.

په واشنګټن کې د ملي دفاع پوهنتون دغه استاد له امریکا غږ سره په مرکه کې په کندهار کې د طالبانو میشته ډله سخت دریځه وبلله او زیاته یې کړه: "هغه ډله چې په کندهار کې ده او د طالبانو مشر ملا هیبت الله یې مشري کوي، او د هغوی قاضي القضات، ډېر توندلاري او زاړه پالي دي. هغوی د اسلام په اړه ډېر لنډ او تنګ نظر لري... ملا هیبت الله او هغه ته نږدې توندلاري طالبان افغانستان پر شا بیايي."

هغه وايي، د طالبانو بله ډله چې په کابل کې ده او زیاتره یې وزیران دي، "هغوی له تدبیر نه کار اخلي، په نړۍ کې ګرځېدلي دي او د کندهار طالبانو ته وايي چې باید نرمي وښيي."

حسن عباس وايي، په ځینو برخو کې د طالبانو چلند د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په پرتله بدل شوی دی. هغه لومړۍ بېلګه د مېرمنو سره د چلند یادوي، وايي: "په ۹۰مه لسیزه کې ښځې د برقو پرته له کوره بهر نه شوې وتلی. خو اوس هغوی د برقو پرته بازارونو ته ځي او حتی په لاریونونو کې برخه اخلي. خوشحاله به نه وي خو د پخوا په شان هم ندي."

لیکوال دوهمه بېلګه د لږه کیو سره د چلند یادوي: "په افغانستان کې شیعه او هزاره شته. د پخوا په شان چلند ورسره نه کېږي. دا ځل طالبانو شیعه مسلمانانو ته اجازه ورکړې چې عاشوره ونمانځي. هغوی اوس د غونډو جوړولو آزادي لري."

ښاغلی عباس وايي د جنګ له پړاو څخه د مسئولیت اخیستلو پړاو ته د طالبانو تګ سخت بهیر وو.

هغه وايي:" ما د یو داسې طالب وسله وال سره خبرې وکړې چې هغه د وسلې سره کابل کې ارګ ته ننوتلی وو. دا کیسه ما په کتاب کې هم لیکلې. د هغه نه ما پوښتنه وکړه چې ستا احساس څه وو. هغه ویل چې ارګ ته د ننوتلو وړاندې ورته د ډلې مشر ویلي وو چې ارګ به په بمونو الوځوي. خو وايي چې دوی ننوتل نو د ارګ ساتونکو ورته ستړي مه شي وویل او څو ساعته وروسته ورته حکم وشو چې د ارګ امنیت وساتئ." وايي، هغه وسله وال حېران شو چې لومړی څه او اوس څه دي؟

حسن عباس د افغانستان په اړه د امریکا وروستۍ تر ټولو مهمه پرېکړه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د طالبانو سره د جوړجاړي لپاره د زلمي خلیلزاد ګمارنه ګڼي.

نوموړی وايي: "ما ته امریکايي سرچینو وویل چې ټرمپ به پوښتنه کوله چې معامله یا جوړجاړی به کله کېږي. نو هغه ته وویل شول چې تاسو خلیلزاد ټاکلی او هغه خو یو چلباز شخص دی. خو ټرمپ به په ځواب کې ویل چې یو چلباز یې پکار دی."

ښاغلی عباس زیاتوي چې ددغو مذاکراتو په جریان کې "تر ټولو مهمه پرېکړه دا وه کله چې خلیلزاد د ولسمشر غني څخه د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه. دا سختدریځه طالبان وو او د دوی خوشې کولو طالبانو ته نوی ژوند ورکړ."

حسن عباس وړاندوینه کوي چې طالبان به د راتلونکو شپږو اوو کالو پورې پاتې وي. خو وايي، په واک او اختیار کې یې بدلون ممکن دی.

له حسن عباس سره بشپړه مرکه دلته وګورئ. په سر کې له نوموړي څخه پوښتل شوي چې په آند یې د طالبانو تر منځ کومې ډلې موجودې دي؟

XS
SM
MD
LG