د لاس رسي وړ اتصالات

عباس ستانکزی: د طالب مشرانو منځ کې هیڅ اختلاف نشته


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، د طالب مشرانو ترمنځ هیڅ اختلاف شتون نلري.

هغه د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د طالبانو په حکومت کې سرکښي او بغاوت شتون نلري.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "د امیرالمومنین (د طالبانو مشر) څخه نیولې بیا تر یو عادي طالب پوري د اسلامي امارت ټول غړي یو لاس او یو نظر دي، هیڅ ستونزه نسته، هیڅوک له چا سره (مخالفت) نلري او کومه پرېکړه چې د رهبرۍ لخوا کیږي، موږ هغه ته لبیک وایو، له هغه څخه اطاعت کوو او د هغه اوامر پر خپل ځان واجب ګڼو، ځکه چې په دې لار کې مو له هغه سره بیعت کړی دی، څه زموږ خوښ وي او یا ناخوښه وي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادعا وکړه چې امریکانو په تیرو شلو کلونو کې د طالبانو په منځ کې درز او اختلافاتو رامنځته کولو په هدف په "میلیاردونه ډالر" مصرف کړل، خو بریالي نشول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په باور، یو لامل چې هغه د طالبانو بریالیتوب وباله، "هغه د طالبانو په منځ کې یووالی دی او په خبره یې هیڅوک "بغاوت، اختلاف او مشکل" نشي رامنځته کولی.

دا په داسې حال کې ده چې شېر محمد عباس ستانکزي تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د رهبرۍ لخوا د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو بندولو سره مخالفت ښودلی و.

ښاغلي ستانکزي تر دې مخکې ویلي و که چیري د طالب مشرانو اوامر د شریعت مطابق نه وي، له هغه څخه اطاعت واجب نه دی.

نوموړي د جنوري لسمه (مرغومې۲۰) په لوګر کې د یوې مدرسې په فراغت غونډې کې ویلي‌ و چې طالبانو مشران «پیغمبران او صحابه» نه دي، بلکې د «شلمې او یوېشتمې پېړۍ خلک دي.. هر څوک که حاکمیان دي، که والیان دي، که امنیه قوماندانان دي، که وزیران دي، که رئیس جمهور دي که هر څوک دي... سهوې کوي، خطاوې کوي...». د طالبانو نظام رئیس جمهور نلري بلکې «امیر» لري.

نوموړي‌ د کوم کس نوم وانخیست خو په غیر مستقیم ډول یې د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره وکړه او په طالبانو او عوامو یې غږ وکړ که کوم «امر» ته غلطه مشوره ورکول کېږي، « یو څوک یې غلط پوه کړي او ‌غلطي وکړي، دا د هر مسلمان او هر فرد حق دی چې خپل امر ته ووايي چې دغه کار دی خلاف د شرعیت دی».

خو په جرمني کې د باختر څېړنیز انستیتوت غړي سخي بیراملي د عباس ستانکزي تازه څرګندونو ته په اشارې ادعا وکړه چې دا د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو ښکارندويي کوي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "اوس مهال د حقانيانو په نوم ډله،د کندهار د ډلې لخوا ــ چې ملا هبت الله یې رهبري کوي ـــ کوښښ کیږي چې څنډې ته یې کړي او په اوږد مهال کې کرار ـ کرار واک له کابل څخه کندهار ته انتقال کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) په خوست کې یوې غونډې ته وینا کې چې ظاهراً اشاره یې خپل حکومت ته وه د 'قدرت په انحصار او د نظام په ننګولو' انتقاد وکړ.

نوموړي په خوست ولایت کې د وینا پر مهال پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي و: "نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندي حاکم شوی چې د ټول نظام ننګول، هدف کول، بدنومي کول، منحصر کول مو په مزاج کې په یو ابتکار او اساس بدل شوی دی."

سراج الدین حقاني وویل، دا د هغوی مسولیت دی چې ملت ځانته نږدې کړي او د هغوی پر ټپونو مرحم کیږدي.

نوموړی زیاته کړه: "د ولس په کوتاهۍ او نیمګړتیاوو چې زه د وخت واکدار یم او په اصلاحي نظر ورته ونه ګورم، زه دده په زخم پټۍ کینږدم نو څوک شته دلته."

تر دې مخکې په امریکا کې میشت سیاسي کارپوه عظیم الله ورسجي د ټولشموله حکومت جوړیدل او په نهایت کې د طالبانو د لومړۍ دورې د سناریو مخنیوی هغه څه بولي چې په طالبانو کې دننه یې په هکله اختلافات شته دي.

ورسجي امریکا غږ ته وویل، "د حقاني ډله، د قطر ډله او د (د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر) ملا یعقوب چې د قطر، متحده ایالاتو او نورې نړۍ سره په اړیکه کې و د نرمښت او تغیراتو او نړۍ سره د اړیکو پراخه کیدل غواړي خو پخپله هبت الله او په پاکستان او افغانستان کې همفکره مشران یې د اسلام په نامه د سخت دریځه قبیله اي سیاستونو دوام غواړي".

ښاغلي ورسجي زیاته کړه چې د عوایدو راټولول، د اداري لګښتونو لپاره د پیسو بیلوالی او سترې مذهبي او دولتي پریکړې هغه څه دي چې د ملا هبت الله د دفتر او د طالبانو د نورو مشرانو تر منځ یې اختلافات شته دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دویم ځل لپاره واک ته له رسیدو وروسته، د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی بلکې امریکا پر یو شمیر طالب چارواکو تازه د ویزو محدودیتونه هم لګولي‌ دي.

XS
SM
MD
LG