د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا د خپل کرکټ ټیم پاکستان ته د لیږلو نه انکار وکړ


په اسټرالیا کې داسې رپورټونه خپاره شویدي چې کرکټ ټیم به یې په مارچ کې د کرکټ په سیریز کې د لوبو لپاره پاکستان ته نه ورځي

د پاکستان د کرکټ بورډ ویلي و چې د مارچ په میاشت کې به د اسټرالیا لوبډله د سیریز دوه لوبې په پاکستان کې او یوه په متحده عربي اماراتو کې وکړي خو اسټرالیا وایي چې ټولې لوبې به په عربي اماراتو کې کوي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي چې په پاکستان کې د امنیتي وضع له کبله خپله لوبډله دغه هیواد ته نشې استولی.

د پاکستان د کرکټ بورډ یو چارواکي د دغه رپورټ په غبرگون کې ویلي چې د جنورۍ په ٧ یې د اسټرالیا بورډ ته یو رسمي لیک استولې دی او ترڅو ورته هغوي ځواب نه وي ورکړی نو دا امکانات موجود دي چې د اسټرالیا لوبډله به پاکستان ته راشي.

د یادونې وړ ده چې په ٢٠٠٩ کال کې د سریلنکا په کرکټ ټیم په لاهور کې د برید نه وروسته زیاتره نړیوالې لوبډلې په پاکستان کې د لوبو نه انکار کوي.

XS
SM
MD
LG