د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا د سرپرستې ادارې په جوړیدو ټینگار وکړ


د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د یو شمېر کاندیدانو شورا یو ځل بیا د ولسمشر غني د کار دوام د قانون خلاف وباله او د سرپرست حکومت رامنځته کېدو غوښتنه یې وکړه.

یادې شورا نن سې شنبه د «چنګاښ پر څلورمه» په همدې هدف د کابل ښار په غازي سټېډیوم کې د سلګونو کسانو یوه اعتراضیه ناسته رابللې وه.

دوی ولسمشر غني له خپل صلاحیت څخه په استفادې په ټاکنیزو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ او ویې ویل چې د نوموړي پر کارونو د نظارت لپاره دي یو میکانیزم رامنځته شي.

په دغه اعتراضیه ناسته کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو شورا له ډلې پنځو کاندیدانو ګډن کړی و.

د یادو کاندیدانو له ډلې محمد حنیف اتمر وویل:"د دغه حکومت نه یوازې دا چې نوم یې نامشروع دی، بلکې اساسي قانون یې هم تر پښو لاندې کړی دی او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چې ټاکل شوې په میزان میاشت کې تر سره شي د درغلۍ زمینه برابره کړې ده."

نوموړي یو ځل بیا وویل، چې د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱ له‌مخې د ولسمشر غني کاري دوره د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پای ته رسېدلې ده.

اتمر همدارنګه وویل، چې راتلونکي ټاکنې دي د سرپرست حکومت په مشرۍ تر سره شي.

یادو کاندیدانو د نن غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وویل، چې د ولسمشر د کار دوام به په هېواد کې د کړکېچ لامل شي.

دوی په خپل پرېکړه لیک کې همدارنګه زیاته کړې چې محمد اشرف غني، د عزل، مقرریو، او پروژو د قرادادونو حق نه لري او باید په ټاکنیزو چارو کې هم له لاس وهنو څخه ډډه وکړي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د یادو کاندیدانو غوښتنې تکراري بولي او وايي، ورته غونډې خپله تر وخت مخکې ټاکنیز کمپاین دی.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په دې اړه لېږلي غږیز کلیپ کې له اړوندو بنسټونو څخه غوښتي چې په دې اړه غونډو ته چې کمپاني بڼه ولري پاملرنه وکړي.

هغه په دې اړه ویلي:"د دغه محترمو غږ واورېدل شو، په ویناو کې موږ کوم نوي څه ونه لیدل."

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG