د لاس رسي وړ اتصالات

 
امنیت شورا د اوکراین جګړې پای ته رسیدو لپاره پریکړه لیک منظور کړ

امنیت شورا د اوکراین جګړې پای ته رسیدو لپاره پریکړه لیک منظور کړ


په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل درې کاله پوره شول، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه فبروري ۲۴ ( کب شپږمه) د "سولې لپاره لار" تر نامه لاندې پریکړه لیک منظور کړ چې د اوکراین – روسیې جګړې بندیدو ته شرایط برابروي.

دا پریکړه لیک په لسو مثبتو رایو په داسې حال کې منظور شو چې د متحده ایالاتو تر ټولو نږدې متحدینو پرې شک ښودلی. د پریکړه لیک متن متحده ایالاتو چمتو کړی و.

امریکا، چین او روسیې ورته مثبتې رایې ورکړي خو بریتانیا او څلورو نورو اروپایي هیوادونو بیا ممتنع رایې ورکړې. د امنیت شورا هیڅ غړي دې پریکړې ته منفې رایه ورنه کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو استازې ډوروتي شیا وویل چې دا پریکړه لیک د سولې په لور لومړی ګام دی.

میرمن شیا وویل، " دا لومړی خو مهم ګام دی – داسې ګام چې مونږ ټول باید پرې وویاړو. اوس باید د اوکراین، روسیې او ټولې نړیوالې ټولنې ته د سوله ایزې آیندې جوړولو لپاره ترې کار واخلو" .

په پریکړه لیک کې د اوکراین – روسیې تر منځ په جګړې کې د وژل شویو کسانو په مړینه خفګان څرګند شوی، په سمدستي توګه د جګړې پای ته رسیدل او د دواړو هیوادونو تر منځ د تل پاتې سولې غوښتنه هم پکې شوې.

فرانسې او بریتانیا کوښښ کاوه چې په دې پریکړه لیک باندې رایه ګیري وځنډول شي خو بریالي نه شول.

د پریکړه لیک مسوده متحده ایالاتو چمتو کړې. د بریتانیا او فرانسې تر څنګ ډنمارک، یونان او سلوانیا غوښتل چې په متن کې د "روسیې – اوکراین شخړې" پر ځای " په اوکراین د روسیې فدراسیون بشپړ یرغل" ولیکل شي خو په دې کار ونه توانیدل.

دوي همدارنګه ټینګار کاوه چې د اوکراین د خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا سره د ملاتړ او "عادلانه، تل پاتې او هر اخړخیزې سولې" ټکي دې هم په پریکړه لیک کې ورګډ شي.

د فرانسې سفیر نیکولاس ډي ریوري وویل، " په داسې حال کې چې مونږ په اوکراین کې سولې ته په بشپړه توګه ژمن یو، خو مونږ هر اړخیزه، عادلانه او تل پاتې سوله غواړو."

بل پلو بیا په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډوارډ وویل چې د پریکړه لیک شرایط مهم دي.

هغې وویل، "یوازې عادلانه سوله، داسې چې زمونږ د ملګرو ملتونو د منشور د شرایطو درناوی وکړي او د سولې شرایط باید یو پیغام ورکړي چې تیری د حل لار نه ده."

خو د پریکړه لیک په متن کې اصلاحات په دوو دلیلو ناکام شو. یو دا چې د امنیت شورا ډیرو غړیو یې ملاتړ نه کاوه او بله دا چې د دایمي غړي په توګه ښایي روسیې ویټو یا رد کړی و. متحده ایالاتو د پریکړه لیک په رایه ګیرې نه منفي او نه مثبته رایه ورکړه.

د امنیت په شورا کې دا پریکړه داسې وخت منظور شو چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پرته له دې چې جزیات ورکړي د دوشنبې په ورځ یې وویل چې د اوکراین جګړې پای ته رسیدو په هکله موافقې ته نږدې شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG