د متحده ایالاتو او اوکراین چارواکو یکشنبه فبروري ۲۳ ( کب پنځمه) ویلي چې یوې موافقې ته نږدې شوي چې له مخې به یې کیف د هغو میلیاردونو ډالرو نظامي او نورو مرستو په بدل کې چې دې هیواد ته د روسیې په مقابل کې د جګړې لپاره ورکړل شوي، واشنګټن ته د خپلو نادرو معدني موادو یوه لویه برخه ورکړي.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي په کیف کې یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دې موافقې لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ پرمختګ شوی.
ښاغلي زلینسکي وویل چې د موافقې په مسودې کې راغلي چې کیف باید د هر یو ډالر په مقابل کې چې واشنګټن دې هیواد ته پدې تیرو دریو کالونو کې د مرستې په توګه ورکړي، دوه ډالره ورکړي.
د واشنګټن او کیف تر منځ ددې موافقې ټول جزیات لا ندي په ډاګه شوې.
زیلینسکي د معدني موادو دې موافقې په بدل کې د واشنګټن څخه امنیتي ضمانت غواړي او پدې ټینګار کوي چې داسې یوه موافقه کول غواړي چې د دې هیواد په ګټه وي.
هغه زیاته کړه، " زه داسې څه نغواړم چې د اوکراین ۱۰ نسلونه یې باید ادا کاندي".
د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د کیف سره تر ټولې ډیرې مرستې واشنګټن کړیدي.
د نړیوال اقتصاد لپاره د جرمني کایل انسټیټیوټ ویلي چې متحده ایالاتو پدې تیرو دریو کالونو کې چې د روسیې – اوکراین جګړه پیل شوې، امریکا د کیف سره د ۱۲۸ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي او بشري مرستې کړیدي پداسې حال کې چې ټولو اروپایي هیوادونو په همدې مودې کې اوکراین ته یوازې ۱۲۴ میلیارده ډالر د مرستې په توګه ورکړي.
د اوکراین لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سټیف ویټکوف امریکایي مطبوعاتو سره په مرکې کې هیله مندي څرګنده کړې چې جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي به د واشنګټن سره د معدني موادو تړون لاسلیک کاندي.
امریکا پدې موافقې کې د اوکراین د نادرو معدني موادو نیمایي برخه غوښتې وه چې په ټکنالوژۍ کې ترې کار اخیستل کیږي خو جمهور رئیس زیلینسکي د واشنګټن دا غوښتنه رد کړې وه.
ښاغلي ویټکوف د سي ان ان سره په مرکې کې پرته لدې چې د موافقې نور جزیات ورکړي، وویل چې دا موافقه به بشپړه شي. هغه د موافقې کیدو نیټه په ډاګه نکړله.
ځانګړي استازي وویل چې اروپایي هیوادونو د کیف سره موافقه کړې چې د دې هیواد سره د جګړې پر مهال شوې مرستې به بیرته ورکوي خو واشنګټن بیا دا ډول کومه موافقه نده کړې.
هغه وویل چې دا ډول ملاتړ د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ لپاره غیر منطقي دی.
د اوکراین جمهور رئیس ویلي چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس جو بایډن او کانګرس سره یې موافقه کړې وه او له دواړو څخه یې مننه کړې. زیلینسکي ویلي چې دا مرستې ورسره د پور په توګه نه بلکې بلاعوضه کیدې او په وینا یې چې بلاعوضه مرستې بیرته نه ورکول کیږي.
هغه دې مرستو ته په اشارې سره وویل، " ښایي د یو چا به نه خوښیږي او فکر کوې چې غیر عادلانه دي، ښایي وي به خو زه نه پوهیږم. خو یوه موافقه وه چې دا مرستې بلاعوضه وې. له همدې کبله کوم رقم نشته. مونږ یې په ساده توګه پور نه بولو".
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې تیره اوونۍ یې د اوکراین مشر ته د "دیکتاتور" خطاب وکړ او دا تور یې پرې ولګاوه چې په اوکراین کې جګړه همده پیل کړې له کیف غواړي چې مرسته شوې پیسې ورته بیرته ورکړل شي.
خو زیلینسکي وایي له ټرمپ غواړي چې د اوکراین په موقف پوه شي او د روسیې یرغل په مقابل کې دې هیواد ته امنیتي ضمانت ورکړي.
فورم \ دبحث خونه