د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په پاکستان کې ۱۱ تنه وژلي چې نهه يي پولیس دي


تصویر د دغو پېښو نه دی
تصویر د دغو پېښو نه دی

د پاکستان د پنجاب په ایالت کې چارواکي وايي وسله والو د پولیسو په کاروان او د ښوونځي په یو موټر باندې برید کړی او لږ تر لږه نهه پولیس او دوه ماشومان یې وژلي دي.

پولیس مقامات وايي چې یوې جنايي وسله والې ډلې د پنجشنبې په ماښام اګست ۲۲(سنبله لومړۍ) د پنجاب د «رحیم یار خان» په ولسوالۍ کې د پولیسو په کاروان برید وکړ.

د پنجاب حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي: «په کاروان کې د پولیسو یو موټر په لار کې خراب شوی و او مجرمینو پرې د راکټ ډزې کړې. په برید کې لږ تر لږه نهه پولیس شهیدان شوي او یو شمېر نور یې ژوبل شوي دي.»

له لسیزو راهېسې د پنجاب او سند ایالتونو په سرحد کې جنايي وسله والې ډلې فعالې دي او وخت ناوخت خلک د پېسو لپاره تښتوي.

په دغه ایالت کې په ۱۹۹۰ کلونو کې حکومت د دغو ډلو په ضد پوځي عملیات وکړل، خو د حکومت له لوري د قانون او نظم د نه پلي کېدو له کبله دا ډلې بېرته فعالې شوې.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې هغه د بریدګرو په ضد «د عاجل او اغیزناک اقدام» غوښتنه کړې ده.

چارواکي همدغه راز وايي چې په یو بل وسله وال برید کې د ښوونځي دوه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

دا برید د پنجاب «ډهري کوټ» په سیمه کې شوی دی. دواړه وژل شوي نجونې دي چې ۱۰ او ۱۱ کلنې وې.

مقامات وايي داسې ښکاري چې د برید هدف د ښونځي د بس موټروان، چې ژوبل شوی، و. وايي بریدګر له هغه سره شخصي دښمني لرله. بریدګر تښتېدلي دي.

شهباز شریف دا برید غندلی او په ماشومانو یې برید وحشیانه او ظالمانه بللی دی. په پاکستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په یوې اعلامیې کې دا برید غندلی او خواشینوونکی یې بللی دی.

د دغه راپور ځینې معلومات د فرانس پرس او اسوشیتډپرس له اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG