ایټالوي بیلي فوستو د لوړ معاش په فکر کې نه دی. هغه چې د ارشیف ساتنې لپاره زده کړه کوي، غواړي په ایټالیا کې په خپل کور کې د "سکون ژوند" ولري. خو د لسګونو زرو نورو ایټالوي فارغانو په څیر، دا ۲۴ کلن ځوان ویره لري چې هغه د کډوالۍ پرته بله چاره نلري.
د ایټالیا رسمي معلومات ښيي چې په تیرو لسو کلونو کې له یو میلیون څخه ډیر ایټالویان له دغه هېواد څخه وتلي چې دریمه برخه يې له ۲۵ څخه تر ۳۴ کلونو عمر لرونکي ځوانان دي.
هغه کسان چې ایټالیا پریږدي، د خپلې کډوالۍ لامل ټیټ معاشونه بولي او وايي مهارتونو ته یې لږه توجه کیږي. په ځانګړي ډول د هغو ایټالویانو شمېر مخه په زیاتېدو دی چې له پوهنتون څخه فارغ شوي او کډوالۍ ته یې مخه کړې ده.
فوستو چې د سویلي ایټالیا د کلابریا دی او په روم کې د ماسټرۍ زده کړې کوي، وايي: "زه د شتمنۍ یا لویو دندو په لټه کې نه یم، زه یو ارام ژوند غواړم ترڅو دا اندیښنه ونلرم چې د سودا اخیستلو لپاره په جیب کې ۱۵ یورو لرم که نه. خو اوس مهال په ایټالیا کې دا تضمین نشته."
د ایټالیا د شمال ختیځ بنسټ د راپور له مخې، په داسې حال کې چې مهاجرت یوه ګرمه مسله ګرځیدلې، د هر یو ځوان بهرني په بدل کې چې ایټالیا ته کډه کوي، نږدې نهه ځوان ایټالویان خپل هېواد پریږدي.
د اقتصاد او کار ملي شورا رئیس ریناټو برونتا د اکتوبر په میاشت کې ددغه راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل: "دا عادي خبره نه ده چې زموږ هیواد له ځانه څخه ددې کار د لامل او حل لارې پوښتنه نه کوي."
د معاشونو کموالی
د ایټالیا د بې وزله جنوبي سیمو ځینې اوسېدونکي د خپل بخت د ازمایلو لپاره د هیواد بډایه شمالي سیمو ته کډه کوي. ددغو داخلي کډوالو ترمنځ له پوهنتون څخه د فارغو کسانو شمېر په تیرو دوو لسیزو کې له ۱۸ څخه ۵۸ سلنې ته لوړ شوی دی.
خو حتی د ایټالیا په شمالي صنعتي برخو کې هم د کار شرایط ددغه هېواد له نورو برخو څخه ډیر ښه والی نلري.
ایټالیا د پراختیا او اقتصادي همکارۍ نړیوال سازمان یو له هغو غړو څخه دی چیرې چې د ۲۰۱۹ په پرتله معاشونه کم شوي دي.
د ځوانانو د بیکارۍ کچه هم د اروپا د اوسط څخه لوړه ده، په اکتوبر کې دغه کچه ۱۷.۷ سلنه وه په داسې حال کې چې د اروپا اوسط ۱۵.۲ سلنه دی.
په ایټالیا کې په کار ځایونو تور دی چې کارکوونکو ته د هغوی د وړتیا له مخې توجه نه کیږي، د معاشاتو حداقل اندازه نشته، او د کاکوونکو د لوړو زده کړو په تناسب د هغوی معاشونه نه لوړیږي.
الینا پیکاردي په فرانسه کې د سیاسي علومو له زده کړې وروسته روم ته ستنه شوې خو اوس یې په ایټالیا کې د دندې موندلو هیلې له منځه تللي دي.
دې ۲۴ ایټالوۍ فرانس پرس ته وویل: "په ایټالیا کې د کار زیاتره وړاندیزونه داسې وي چې یا خو معاش مشخص نه وي او یا هم عموما ډیر ټیټ وي."
په ایټالیا کې د معاش دا توپیر د یوې دندې لپاره د نورو اروپایي هیوادونو په پرتله د میاشتې سلګونه یورو ټیټوالی ښيي.
پیکاردي وویل: "زه غواړم د خپل هیواد په راتلونکي کې مرسته وکړم، او له خپلې کورنۍ سره نږدې پاتې شم، خو ولې باید زه خپل چانس قرباني کړم په داسې حال کې چې په بهر کې زما وړتیا ته زیات قدر کیږي؟"
د نفوس زړښت
د شمال ختیځ بنسټ په وینا، د لوړو زده کړو لرونکو ایټالویانو د کډوالۍ له کبله ایټالیا ته د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې شاوخوا ۱۳۴ میلیارد یورو زیان اوښتی دی.
د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي چې د هغو کسانو څخه چې بیرته ایټالیا ته ستانه شوي، ډیری یې لامل دا ښيي چې غواړي خپلو کورنیو ته نږدې شي.
د ۲۰۲۲ د اوسط له مخې، په ایټالیا کې زیاتره ځوانان په ۳۰ کلنۍ کې پلرنی کور پرېږدي. د یوروسټاټ موسسې په وینا، دا له هسپانیا او یونان وروسته په اروپایی اتحادیه کې د پلرني کور پرېښودلو ترټولو لوړ عمر دی.
په ایټالیا کې د نفوس د زړښت په پام کې نیولو سره د ځوانانو کډوالي د ډیرې اندیښنې وړ ګڼل کیږي.
د احصایې د ملي انسټیټیوټ په وینا، په داسې حال کې چې دا مهال په هرو پنځو کې دوه ایټالویان بې روزګاره دي، خو تر ۲۰۵۰ پورې ښايي د بې روزګارۍ اندازه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.
د حل لارې په توګه ایټالیا د لوړې وړتیا لرونکو هغو ایټالوي کارګرانو لپاره چې په بهر کې ژوند کوي، هېواد ته د ستنېدو په بدل کې د هغوی پر عاید باندې د مالیې د کمولو وړاندیز کړی، په ځانګړي ډول هغو راستنېدونکو ته مالیه ډېره کمیږي چې ماشومان ولري.
دا مطلب د فرانس پرس اژانس د معلوماتو په اساس چمتو شوی.
فورم \ دبحث خونه