د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پولیسو ته په مجرمینو د ډزو امر شوی


د کورنیو چارو سرپرست پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو امر هم کړی دی.
د کورنیو چارو سرپرست پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو امر هم کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل امنیتي ټېم ته سپارښتنه کړې د چې د کابل ښار امنیتي وضعیت بدل او ښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مسعود اندرابي تېره شپه اکتوبر۱۰(تلې۱۹) کابل ته د داخلېدونکو دروازو، امنیتي حوزو او امنیتي پوستو څخه د لیدنې پر مهال پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو امر هم کړی دی.

د وزارت لخوا په خپاره شویو معلوماتو کې د اندرابي له قوله ویل شوي: "مجرم باید په کابل ښار کې ازاد تګ راتګ ونه کړي، ویې وهئ وېې ځپی."

نوموړي تېره شپه د امنیتي حوزو له امرینو سره لیدنه کې ویلي که کوم مجریم د پولیسو خبرداري ته توجه ونه کړي او مقاومت یې وکړ، پولیس په ډزو وویلي.

د کورنیو چارو سرپرست پر داسې مهال پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو امر کړی چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د وسله والو غلاو او جنايي پېښو زیاتېدو په اړه شکایتونه زیات شوي دي.

د یادو پېښو مخنیوي په هدف پر ټولنیزو رسنیو هم پراخ کمپاینونه پیل شوي او امنیتي ارګانونو څخه یې په دې اړه د پاملرنې غوښتنې کړي دي.

که څه هم یو شمېر ښاریان د کابل پولیس د جنايي پېښو مخنیوي کې په ناتوانۍ تورنوي، خو د امنیتي چارواکو په وینا د کابل پولیسو روانه اونۍ شاوخوا ۱۵تنه د جنايي پېښو او غلاو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان یې د وسله والو غلاو، غیر قانوني وسلې ګرځولو او ځینو نورو جنايي پېښو په تور نیولي دي.

بلخوا تېره شپه د ولسمشر غني ویاند پر خپل ټویټر لیکلي چې د امنیتي سکټور په نوبتي غونډه کې د کابل ښار د امنیتي وضعیت په اړه هم بحثونه شوي دي.

نوموړي ویلي چې د کورنیو چارو وزارت به د کابل ښار د امنیتي وضعیت سمېدو لپاره امنیتي تړون ډېر ژر عملي کړي.

XS
SM
MD
LG