د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې ټولنې څخه افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تبغیض په رسمیت پیژندنې غوښتنه


عکس: ارشیف - په افغانستان کې د ښځو د حق غوښتنې یوه مظاهره
عکس: ارشیف - په افغانستان کې د ښځو د حق غوښتنې یوه مظاهره

د ازادۍ په لور ښځو د غورځنګ په نوم د افغان میرمنو یوې معترضې ډلې افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې پرله پسې اقدامات چې له امله یې ښځې له عام ژوند څخه ګوښه شوي د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو دا اقدامات دې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په توګه په رسمیت وپیژني.

دغه غورځنګ د ایران په پایتخت تهران کې د سه شنبې په ورځ اپریل دوییم ( وري ۱۴) په یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو له خوا د ښځو د نیولو او ځورولو اقدماتو ته په پاملرنې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو څخه دې ډډه وکړي او په دې توګه دې ددغې ډلې د ښځو د ځپوونکو اقداماتو او سیاستونو مخه ونیسي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " په تیرو دریو کلنو کې د طالبانو ډلې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ پالیسي تطبیق کړې ده او تل یې خپل منتقدین په وحشتناک ډول ځپلي او حذف کړي دي چې څرګنده نمونه یې د دغې ډلې له خوا د معترضو نجونو نیول او په زندان کې اچول دي. د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې دې د جنسیت پر بنسټ تبعیض په رسمیت وپیژنئ".

د ښځو دغه غورځنګ ویلي چې طالبانو په تیرو شاوخوا دریو کلنو کې ښځې او نجونې په مختلفو بهانو د سړکونو، لارو او عام ځایونو څخه په خپلسر نیولي او په زندانونو کې یې اچولي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " د طالبانو ډله د افرادو فردي ازادۍ حق اوعرف او په ټولنه کې انساني کرامت ارزښتونوته ته د پاملرنې پرته ښځې او نجونې د سپکاوي ډکو اقداماتو په ترڅ کې موټرو ته پورته کوي او پرته د هیڅ کوم جرم څخه یې نامعلومو ځایونو ته انتقالوي چې دا کړنې د یوې ځواب ویوونکې او مسوولې مرجع په توګه نه بلکې تر ډیره اختطاف په څیر دي".

د ازادۍ په لور ښځو د غورځنګ په دې اعلامیه کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو د تړلو او د کور څخه بهر د ښځو په کار د بندیز یادونه هم کړې او ویلي دي چې دغو کړنو له امله د ښځو ښوونیز او اقتصادي فعالیتونه په بشپړ ډول بند شوي دي.

دغه غورځنګ په افغانستان کې د روان بشري ناورین د پای ته رسیدلو لپاره د خلکو د رایې پر اساس د یو دیموکراتیک حکومت جوړیدل اړین بللي دي.

د افغان میرمنو دغې معترضې ډلې دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې چې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو حکومت یو ځل بیا په کابل کې د ښوونیزو مرکزونو له مسوولینو غوښتي چې د لس کلو د عمر څخه پورته نجونې دې په خپلو مرکزونوکې نه جذبوي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه حکومت په پرله پسې ډول پر ښځو محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت شاوخوا دوه نیم کلنونه کیږي چې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې څوارلس میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG