په پلازمېنه امستردام کې د فوټبال د اروپا لیګ په ترڅ کې د هالنډ او اسرائیل د دوو ټیمونو ترمنځ له لوبې وروسته، چارواکي وايي، د "یهودو ضد بلواګرو" د اسرائیل د لوبډلې پر مینه والو برید کړی او لږ تر لږه پنځه تنه روغتون ته وړل شوي دي.
د امستردام پولیسو جمعه نومبر اتمه (لړم ۱۸) وویل چې د مکابې تل ابیب او د امستردام د اجاکس لوبډلو ترمنځ د تیرې شپې له لوبې وروسته د برید په تړاو ۶۲ تنه نیول شوي دي.
پولیسو په ایکس کې په یو بیان کې وویل چې د ناامنیو د څو پېښو په تړاو پراخې څېړنې پیل شوي دي.
په بیان کې همدارنګه ویل شوي: "پولیس د ځینو کسانو د احتمالي یرغمل کېدو او ورکېدو په اړه له راپورونو څخه خبر دي، خو تراوسه ددې راپورونو هیڅ پخلی ندی شوی چې دا پېښې حقیقت لري که نه. دا موضوع هم تر څیړنې لاندې ده."
د پولیسو په بیان کې د ژوبلو او نیول شویو کسانو په اړه نور معلومات ندي خپاره شوي.
د مکابې تل ابیب او د امستردام د اجاکس ترمنخ لوبه ۵-۰ د اجاکس په ګټه پای ته ورسېده.
چارواکو وویل چې په راتلونکو ورځو کې د امستردام ښار او په ځانګړي ډول په ښار کې د یهودي مراکزو د امنیت د ساتلو لپاره اضافي پولیس ګمارل شوي دي.
په امستردام کې تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې ښاروالې فمکه هالسما د اسرائیلي فوټبال د مینه والو سره د ممکنه نښتو د مخنیوي لپاره لوبغالې ته څېرمه په فلسطین پلوه مظاهرو بندیز لګولی و.
له لوبې وړاندې هم په امستردام کې د فوټبال د لوبډلو د مینه والو ترمنځ د خال خال شخړو رامنځته کېدو راپور ورکړل شوی دی. هالنډي رسنیو وویل چې د ښار په مرکز کې له یوې ودانۍ څخه د فلسطین بیرغ راښکته کړل شوی او د بلوا ضد پولیسو د هغو فلسطین پلوه لاریون کوونکو مخنیوی کړی چې غوښتل یې د جوهان کروف لوبغالي په لور ولاړ شي چیرې چې دغه لوبه روانه وه.
د اسرائیل او هالنډ مشرانو د "یهودو ضد" تاوتریخوالی غندلی او اسرائیل ویلي چې د خپل فوټبال د مینه والو د کور ته ستنولو لپاره هالنډ ته "ژغورونکې الوتکې" لیږي.
ددې مطلب په چمتو کولو کې د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه